په نورستان کې د ډاکار موسسې په مالي مرسته د سلو پرمختیايي پروژو کار پیل شو

۸صبح، نورستان: د نورستان ولایت ځايي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ډاکار نړیوالې مؤسسې په مالی مرسته، د ۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، د ۱۰۵ پرمختیایي پروژو رغنيزې چارې پیل شوې دي.
په نورستان کې د طالبانو د کليو پراختيا رئيس مولوي (احسان الله احمد) د غوايي په ٢٣مه، د ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه پروژې ددغه ولايت په واما، برګمټال، دوآب او نورګرام ولسواليو کې پلې کيږي.
د احمد په وينا، دغه پراختيايي پروژې به د کرنيزو کانالونو، بندونو، سړکونو او استنادي دېوالونو په برخو کې پلې شي.
ويل کيږي، چې ددغو پروژو په پيلېدو سره به په نورستان کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
په نورستان کې د طالبانو د کليو د پراختيا رئيس زياته کړه چې ددغو پروژو، ٨٠ سلنه لګښت د کارګرانو او ٢٠ سلنه د اړتيا وړ ودانيزو توکو لپاره ځانګړی شوی دی.
ډاکار مؤسسه یوه له هغو نړیوالو مرستندویه موسسو ده، چې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د بیارغونې، روغتیا، پوهنې او ځینو نورو برخو کې فعالیت کوي.
ويل کيږي چې ډاکار مؤسسه دا مهال د هيواد په ٢٨ ولايتونو کې فعاليت لري.