۸صبح، پکتیا: په پکتیا کې ځایي مسوولان وایي، چې یو ځوان د فوټبال په حال کې د هغه پر سر د توپ په لګېدو ژوند له لاسه ورکړی.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ځوان د پکتیا مرکز اړوند بازار کهنه سیمه کې په لوبغالي کې مړ شوی دی.
د احمدزي په وینا، د دغه ځوان پر سر د توپ په لګېدو سره پر ځمکه ولوېد؛ خو بېرته پورته نه شو.