پکتیکا کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت کارکوونکو کاربندیز کړی دی

۸صبح، پکتیکا: پکتیکا ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو د دغه ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د طالبانو د ترافیکو مدیریت د کارکوونکو د کاربندیز خبر ورکړی دی.

سرچینې یکشنبه د لیندۍ پر شپږمه نېټه وایي، چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت کارکوونکي، چې شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسېږي او له مخکیني حکومت راهیسې یې خپل کار ته دوام ورکړی، د وروستیو څلور میاشتو د معاشونو د نه ورکولو له امله یې په ډله‌ییزه توګه کاربندیز کړی دی.

په دغه ولایت کې سرچینو تایید کړې، چې له درېیو ورځو راهیسې په ښرنه ښار کې د ترافیکو د مدیریت دراوزه د خلکو پرمخ تړلې ده او د دغه ښار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button