۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې ځايي مسوولین په دې ولایت کې د کچالو حاصلاتو د څلوېښت سلنې کمښت خبر ورکوي.
د پنجشېر د کرنې او اوبو لګولو رییس عبدالمجیب مشفق یکشنبې د لړم په ۲۲مه ویلي چې په روان کال کې په دې ولایت کې دوه زره او ۵۲۱ متریک ټنه پټاټې ترلاسه شوې؛ په داسې حال کې چې دا کچه تېر کال درې زره او ۹۲۵ متریک ټنو ته رسېده.
د مشفق په وینا، وچکالي، د سېلابونو له امله د کروندو تخریب او د کروندګرو ناهیلي په پنجشېر کې د کچالو حاصلاتو د کمښت لاملونه دي.
خو ځایي اوسېدونکي پوځي نښتې، د خلکو بې کوره کېدل، جبري کډه کول، د وګړو نیول او له خلکو سره د طالبانو ناسم چلند په پنجشېر کې د کرنیزو محصولاتو د کمښت اصلي لاملونه بولي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پنجشېر کروندګر آن په اسانۍ خپلو ګروندو ته نه شي تلای.
د ویلو ده چې له کابو ۱۵ میاشتو راهیسې، په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کېږي. په دغو نښتو کې طالبانو سلګونه ځایي اوسېدونکي نیولي، ځینې یې بندیان او یو شمېر یې وژلي دي.