ویست کابل کې ترسره شوي ځانمرګي برید په غبرګون کې: ترهګري که په هرځای کې وي، په هېڅ دلیل د دفاع وړ نه ده

کابل: د طالبانو په قبضه کې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه، د پروني ځانمرګي برید په غبرګون کې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي (توماس ویست) ویلي، چې ترهګري که په هرځای کې وی، په هېڅ دلیل د منلو وړ نه ده.
دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوشنبې په ورځ (وري۷) په یوه ټویټ کې وکړه.
توماس ویسټ وویل چې له کابله یې د یوه ځانمرګي برید په اړه، ترخه راپورونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، په کابل کې د پروني ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې. د هغه په خبره، افغانان کافي زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، په پروني ځانمرګي برید کې د عامو خلکو ترڅنګ ددغه وزارت یو شمېر کارکوونکي هم وژل شوي او ټپیان دي.
د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.
که څه هم له پېښې نږدې ۲۴ ساعته تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان کړی.