سمنګان کې وسلهوالو کسانو د مخکیني حکومت یو پوځي تښتولی دی

۸صبح، سمنګان: سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د مخکیني حکومت یو پوځي د وسلهوالو کسانو له خوا تښتول شوی دی.
د دغه مخکیني پوځي خپلوان شنبه د سلواغې پر پنځهلسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې هغه درې ورځې مخکې د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د وسلهوالو کسانو له خوا تښتول شوی دی.
دغه مخکینی پوځي ضیاءالحق نومېږي او د سمنګان د ولسي پاڅونوالو له ډلې و؛ خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خپل عادي ژوند ته دوام ورکاوه.
سمنګان کې طالبانو د هغه په تښتولو کې لاس لرل رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې په جوزجان ولایت کې هم د مخکیني حکومت دوه پوځیان په ناوړه توګه وژل شوي دي.