۸صبح، جوزجان: جوزجان کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار کې تېره سهشنبه دوو پیغلو ځانونه زندۍ کړي دي.
ځايي سرچینې وايي، دا پېښې د کورني تاوتریخوالي له کبله شوې دي.
د سرچینو په خبره، یوې پيغلې د شبرغان ښار په څلورمه ناحیه او بلې بیا د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې ځان زندۍ کړی دی.
دغه راز یوه بله پېښه چې تېره چهارشنبه شوې، یو ۶۵ کلن سړي د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د شبرغان ښار د چرمخانې اړوند سیمه کې ځان زندۍ کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځانوژنې پېښو په تړاو راپورونه خپاره شوي دي. د راپورونو له مخې، تر ډېره دا پېښې د کورني تاوتریخوالي او بېوزلۍ له کبله کېږي.