د سولې په شرايطو کې دې له توندو ادبياتو ډډه وشي

ليکنه: اسحق‌ علي احساس، ژباړه: م. ع. پ

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته د سفر پر مهال پاکستان ته په خطاب کې توندې نيوکې او څرګندونې کړې دي. هغه وويل چې پاکستان له يوې «قدرت غوښتونکې» ډلې په ګټې اخيستو سره غواړي په افغانستان کې خپلې پولې پراخې کړي. ښاغلي محب په توندو نيوکو سره د افغانستان لپاره د پاکستان د «شومو موخو» په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې دا موخې ټولو ته څرګندې دي.
محب تاريخ ته په اشارې سره وويل چې خاوره يې له مونږ څخه ونيوله او تر اوسه په دې نه يو بريالي شوي چې ترې ترلاسه يې کړو.
د ملي امنيت شورا سلاکار په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې بهیر له بندون سره مخ دی او د سيمې او نړۍ هېوادونه په دې لټه کې دي چې دا بهیر بيا پيل کړي. پر دغې بهیر د جګړې د يو اغېزناک لوري په بڼه د پاکستان رول مهم او ارزښتناک بلل شوی دی. د سيمې هېوادونه، نړۍ او همداراز افغان دولت دغه رول مني او باور لري چې د پاکستان له رښتينې همکارۍ پرته د افغان سولې لپاره هڅې کومه پايله نه شي لرلی او په هېواد کې به جګړه ونه درېږي. ولسمشر محمد اشرف غني د دې ترڅنګ چې څو ځله يې پاکستان ته په خطاب کې په بېلابېلو دریځونو سره خبرې کړې او آن يو ځل يې په نړيواله کچه ددغه هېواد د څنډې ته کولو خبره کړې وه، اوس هيله لري چې د هېواد د سولې په برخه کې پاکستان رښتينې همکاري وکړي. هغه تېر کال، کله چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغانستان ته سفر درلود، وويل چې د افغانستان او پاکستان ګډه هڅه د بې باورۍ فضا له منځه وړل دي، هغه څه چې د نوموړي په وينا د دواړو هېوادونو د اړيکو د ترينګلتيا لامل ګڼل کېږي. په ورته وخت کې د پاکستان په وړاندې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب تونده وينا په داسې شرايطو کې چې افغانستان له بل هر وخته زیات د دغه هېواد همکارۍ ته اړتيا لري، له غير مسؤلانه دريځ نيولو پرته بل څه نه دي. دا په دې معنی ده چې د پاکستان پر وړاندې د افغان دولت دريځ ناڅرګند دی. چارواکي کله د دوستۍ شعارونه ورکوي او کله په توند ډول پيغامونه استوي. په يوه وخت کې د دوستۍ او دښمنۍ شعار ورکول د پروګرام او ستراتيژيک ليدلوري د نه لرلو په مانا دي. دا د اوږمهاله او پر تاريخي تجربو او ملي ګټو ولاړو پروګرامونو د نه شتون پايله ده چې چارواکي يوه ورځ د دوستۍ شعار ورکوي او بله ورځ د دښمنۍ غږ پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې، د افغانستان چارواکو له توندو خبرو وروسته بېرته د نوي باب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو اړيکو په اړه څرګندونې کړې دي. همدا څو ورځې وړاندې ولسمشرۍ مانۍ کابل ته د پاکستان د لوی درستیز له سفره وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ولسمشر غني په دې ناسته کې ويلي چې د سولې ټينګښت او پر طالبانو د اغېز په برخه کې د سيمې هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان رول مهم دی او دواړه هېوادونه پرته له دې چې يو او بل ته درناوی وکړي او ښې اقتصادي اړيکې وساتي کومه بله لاره نه لري.
تاريخ هم په دې برخه کې موږ ته روښانه پيغام لري. داوود خان د ډيورنډ کرښې هغې خوا ته د پرتو سيمو په اړه د سلطنت د سکوت په اړه په نيوکو سره واک ته ورسېد. که څه هم هغه د پښتون غوښتنې داعيې د اتل په توګه یادېده، خو بالاخره اړ شو چې اسلام‌ آباد ته خپل د ښه نیت پيغام واستوي. د داوود خان ددغه سیاست پايله بنسټپالنه وه چې د افغانستان په چارو کې يې د پاکستان د لاسوهنې د اوزار يا وسيلې په توګه وده وکړه او په افغانستان کې د مبهمې او سړې جګړې د پيلېدو لامل شوه. له داوود خان وروسته د خلق ډیموکراتيک ګوند د واکمنۍ پر مهال هم ګوندي او دولتي مشرانو د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پرتو سيمو په اړه ادعا کوله. هغوی د بلوڅو او پښتنو جلا کېدونکو څخه ملاتړ وکړ، د هغوی مشرانو ته يې په کابل کې ځای ورکړ او له پاکستان سره دښمني يې د خپل بهرني سیاست د کار برخه وګرځوله. ددغې دورې پای هم د افغانستان لپاره خونړی و، په ټول افغانستان کې جګړه توده شوه، ملي بنسټونه ويجاړ شول…
دا د تاريخ روښانه درسونه دي. هرکله چې د کابل واکمنانو له پاکستان سره د دښمنۍ ډُهل وهلی او د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پرتو سیمو ادعا يې کړې ده، نو افغانستان د پاکستان د لاسوهنې او ددغه هېواد له لوري له بنسټ پالنې څخه د اوزارو په توګه ګټې اخيستو له امله خپل شته له لاسه ورکړي او له ويجاړۍ او جګړې سره مخ شوی دی. دې وضعيت ته په کتو په دې پوهېدل ستونزمن دي چې ارګ مېشتې څنګه له دغو تجربو سترګې پټوي.
واقعيت دا دی چې افغانستان له پاکستان سره په دښمنۍ کې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې دي. ددې دښمنۍ د دوام پايله پرته له ويجاړۍ او پرته له دې چې د افغانستان د وګړو پر اوږو جنازې ولېږدوي بل څه نه دي. په دې اړه پوهېدل له اوبو څښلو هم ساده دي. په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټينګښت د سيمې د هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان له رښتينې همکارۍ پرته ناشونې ګڼل کېږي. راتلونکي سياست ته پاملرنې او د ښه نیت په جوړېدو سره دغې موخې ته رسېدل شوني دي. د دښمنۍ شعارونو ته زور ورکول تضاد ډېروي او د سولې خبرو اترو ته د هيله ‌مندۍ کچه صفر کوي. حکومت بايد له ضد و نقيضو دريځونو ډډه وکړي او د وضعيت په درک کولو سره بايد سولې ته د رسېدو لپاره سيمه ‌ييزه اجماع پياوړې کړي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.

ورته لیکنې

Back to top button