په فلپين کې د سېلاب او ځمکې د ښوېيدو په پېښه کې؛ ۴۴ تنه مړه او ۲۸ نور بې درکه شوي دي

د فلپین د طبیعي پېښو ملي آژانس اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله، لږ ترلږه ۴۴ تنه مړه شوي دي.

رویټرز خبري آژانس جمعه د دسمبر په دېرشمه د فلپین د طبیعي پېښو د ملي آژانس له قوله دا شمېرې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د کرسمس په ورځ د ویسایاس او میندانایو سیمو په ښارونو، لویو لارو او کلیو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله کابو ۵۰ زره تنه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې ددغو طبیعي پېښو له امله لږترلږه ۲۸ تنه بې درکه شوي دي.

نوموړي آژانس ددغو پېښو له امله د مالي زیانونو کچه ۲۴،۴ میلیون ډالره اټکل کړی دی.

د بې درکه شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي.

په فلپین کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله هر کال زیات شمېر خلک قرباني کېږي.

 

Back to top button