په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي

۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په تېره یوه میاشت کې نږدې ۵۴ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوی او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

سرچینو نن سه شنبه (غویې ۵)، له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د (وري) په میاشت کې د کورنيو او مجردو کسانو په ګډون ٥٣ زره او ٩٩٩ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې زياتوي، چې ډېرى دغه کډوال په زور له ايران څخه ايستل شوي او د نيمروز ولايت د ورېښمو د پله له لارې افغانستان ته راغلي دي.

ویل کیږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان مهاجرینو ایستل زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د (کب) مياشت کې هم د نيمروز ولايت د ورېښمو د پل له لارې ۶۱ زره او ۳۴۳ افغان کډوال له ايرانه ايستل شوي او يا هم په خپله خوښه هېواد ته داخل شوي ول.

Back to top button