تېره یوه اونۍ کې د ترافیکي پېښو په پایله کې ۵ تنه مړه او ۱۲۶ نور ټپیان شوي دي

۸صبح، کابل: د سرچینو د معلوماتو له مخې، په روانه اونۍ کې په پنځو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو په پایله کې د طالبانو د یوه جګپوړي قوماندان په ګډون ۵ تنه مړه او ۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینو پنجشنبه د سلواغې پر شپږویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په هرات، وردګ، تخار او غزني ولایتونو کې ترافیکي پېښې شوې دي.

په تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د غفار په نوم د طالبانو يو جګپوړی قوماندان د رستاق ولسوالۍ په بېش کنت کلي کې د موټر د چپه کېدو په پېښه کې مړ شوی او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د هرات د ولايتي روغتون سرچينې وايي، چې په روانه اونۍ کې دغه روغتون ته د ترافيکي پېښو ١٢٠ ټپيان ور وړل شوي دي.

په همدې حال کې سرچینو خبر ورکړی، چې د وردګو ولایت په کوتل تخت سیمه کې له یوه بار وړونکي موټر سره د سراچه ډوله موټر د ټکر له امله ۱ تن مړ او ۲ نور ټپیان شوي دي.

اخوا، د هغو دوو افغانانو مړي، چې په ايران کې د ترافيکي پېښو له امله مړه شوي وو، هم دغو دوو ولايتونو ته لېږدول شوي دي.

سرچينې په غزني کې هم د يوې ټرافيکي پېښې له امله د يوه کس ټپي کېدل تاييد کړي دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button