۸صبح، نیمروز: نیمروز ولایت کې سیمهییزې سرچینې تاییدوي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال ماشومان له ایرانه ایستل شوي دي.
نیمروز ولایت کې سرچینې یکشنبه د لیندۍ پر دیارلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې له ایرانه د ایستل شویو ماشومانو شمېر ۹۲۵ تنو ته رسېږي.
دغه ماشومان په تېرو شپږو میاشتو کې ایران ته د غیرقانوني دننه کېدو پرمهال له خپلو کورنیو جلا شوي دي او د ایران د پوله ساتو له خوا له نیول کېدو وروسته په یوازیتوب سره ایستل شوي دي.
دغه شمېر ماشومان چې ډېری یې د کار لپاره ایران ته تللي وو، وایي چې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې ایران ته له قاچاقي لارې د تلو نیت وکړ.
د ځایي سرچینو د خبرو پر بنسټ دغه ماشومان اوسمهال د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف په اړوند یوه کمپ کې ساتل کېږي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره یو شمېر نړیوالو سازمانونو راپور ورکړ، چې هره ورځ لږترلږه ۴ زره تنه په غیرقانوني توګه له افغانستانه ایران ته ځي.