۸صبح، کابل: د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک کابل ته د یوې بلې ۴۰ میلیون ډالري بستې د رارسېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان بانک دوشنبه غرمهمهال د سلواغې پر ۲۴ د یو لړ ټویټونو په خپرولو ویلي، چې د نقدي پیسو دغه بسته یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د مرستو د دې بستې له رالېږلو هرکلی کړی او د بانکي سکتور له لارې یې د دغو مرستو د انتقال غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانکي سیستم د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې له خوا تړل شوی دی.
د ویلو ده، چې تېره ورځ هم د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک کابل ته د ۴۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د یوې بستې رارسېدل اعلان کړل.