د کابل په شمال کې د کووېډ-۱۹ روغتونونو د چارو درېدل، ډاکټران: روغتيايي خدمتونه ټکني کېږي

په پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې پر کرونا ویروس (کووېډ-۱۹) د اخته ناروغانو د درملنې د ځانګړو مرکزونو فعالیت درېدلی دی. په دغو ولایتونو کې روغتیايي مسوولان د دغو روغتیايي مرکزونو د فعالیت د ځنډېدو لامل د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د مالي همکارۍ بندېدل بولي او خبرداری ورکوي، چې د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو بهیر ټکنی شي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مسوولان هم تاییدوي چې د بودجې د نشتوالي له امله د دغو روغتیايي مرکزونو فعالیت درېدلی دی.
د پروان د ۲۰ بستریز روغتون رییس عبدالحمید عالمی ژکفر ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، د روان کال له پای ته رسېدو سره په شمالی ولایتونو کې د کوویډ-۱۹ د درملنې د مرکزونو فعالیت درېدلی دی. د هغه په وينا، د دغو روغتيايي مرکزونو د فعاليت په درېدو سره د دغو روغتيايي مرکزونو لسګونه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ښاغلی ژکفر زیاتوي: «یوازې د پروان د کوویډ-۱۹ په روغتون کې مو ۴۱ تنه کارکوونکي لرل، چې له دې ډلې په هره ولسوالۍ کې یوه یوه کس او ۳۱ نورو په مرکزي روغتون کې کار کاوه.»
د پروان ولايت د شل بستريز روغتون مدير څرګنده کړه:« پروان ولايت دا مهال دغو روغتونونو ته سخته اړتيا لري. ځکه هغه وسايل او اسانتياوې چې په دغه روغتون کې وې، د دغه ولايت په نورو ځایونو کې نشته. د معلوماتو له مخې، هر ناروغ چې په دغه روغتون کې بستر و، په ۲۴ ساعتونو کې یې د دغه روغتون له بودجې نه ۱۰ زره افغانۍ لګښت لرلی دی. د هېواد په اوسنيو شرايطو کې هېڅوک دغه اندازه پيسې نا دولتي روغتونونو ته نه شي ورکولای. له بلې خوا د دغو روغتونونو د فعاليت په درېدو سره، د یوه دوه کلن روغتيايي سيسټم رامنځته کېدل له منځه تللي دي.»
د کاپیسا او پنجشیر ولایتونو سرچینې هم تاییدوي چې په دغو ولایتونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو د درملنې د مرکزونو فعالیت درېدلی دی. د کابل په شمالي ولایتونو کې د دغو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل د «سویډن کمېټې» د مالي ملاتړ درېدل بلل شوي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د يادو روغتيايي مرکزونو د فعاليتونو د ځنډېدو له امله د دغو مرکزونو څه باندې ٢٣٠ روغتيايي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې چارواکي هم تاییدوي چې په پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د مرکزونو فعالیتونه درېدلی دی. هغوی وايي، د دغو روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل د «بودجې نشتوالی» دی. د دغې کمیټې د ساحوي دفتر رئیس محمد فاروق سهاک له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «نړیوال بانک د ۲۰۲۰ کال له مې میاشتې راهیسې له سویډن کمیټې سره مالي مرسته کوله، خو په افغانستان کې د پخواني نظام له نسکوریدو وروسته دغه مرسته ودرول شوه او له هغه وخت راهیسې، د سویډن کمیټې په شخصي بودیجه سره د دغو روغتونونو ملاتړ کاوه. خو اوس د بودجې د کمښت او پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالي له امله د کوویډ-۱۹ له برخې سره د دغه دفتر مرستې بندې شوې دي.»
ښاغلي سهاک څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له لوري د مالي مرستو ځنډول د طالبانو د اقتصاد وزارت له وروستي مکتوب سره هیڅ تړاو نه لري چې ښځې یې په کورنیو او بهرنیو ادارو کې له کار کولو منع کړي دي. د هغه په وينا، دغې کمېټې يوه مياشت وړاندې د نړيوال بانک د مرستو د ځنډېدو مساله له ځایي چارواکو سره شریکه کړې وه. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مسوولان په ډاګه کوي، چې د روغتیايي زده کړو او سواد زده کړې په برخه کې به د دوی مرستې یوازې پروان ولایت کې دوام ولري.
خو یو شمېر روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کابل په ګډون په شمالي ولایتونو کې د کووېډ-۱۹ د درملنې د مرکزونو د دروازو په تړل کېدو سره به په دغو درېیو ولایتونو کې روغتیايي خدمات ګډوډ شي.
د روغتيايي چارو کارپوه ډاکتر عبدالمطلب حامد له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: د دغو مرکزونو د فعاليت په درېدو سره به په دغو دريو ولايتونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول څپڅانده او ورو شي، ځکه چې د دغو روغتونونو کارکوونکي روزل شوي، متخصصین او دغه راز د خلکو د خدمت جوګه وو او اوس د دوی په وزګارېدو سره خلک باید چېرته مراجعه وکړي؟»
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې یې څه باندې درې زره درسي ټولګي جوړ کړي دي. د راپورونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې دغې کمېټې د هېواد په څو ولایتونو کې خپل فعالیتونه درولي دي. سره له دې چې د دغې کمېټې مسوولان په ځینو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو د ځنډېدو لامل د بودجې نشتوالی بولي، خو ډيری نړیوالو بشري بنسټونو او موسسو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړې او تحصیل او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اعتراض کې خپل فعالیتونه درولي دي.