په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د ښځو په اړه د ملا هبت الله آخوندزاده د حکم د تطبیق چارې پیل کړې دي. دغو محتسبینو يو شمېر ښځې او نجونې له «شرعی محرم» پرته له کوره د وتلو په تور د دې ډلې د غوښتنې سره سم حجاب د نه مراعاتولو له امله په عام محضر کې په متروکو وهلې دي. د جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو ښځې د طالبانو دا کړنه د ښځو حیثیت ته سپکاوی بولي او د دغې ډلې له مشرتابه غواړي چې د دوی حقونو ته درناوی وکړي. د ښځو د حقونو فعالان پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشارونه د دې ډلې له ظلم څخه د ښځو د ژغورلو یوازینۍ لار بولي.
پروانه د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار یوه اوسېدونکې ده چې د طالبانو د محتسبینو له خوا په متروکو وهل شوې ده. نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، که څه هم تور حجاب یې اغوستی و او مخ یې په ماسک پوښل شوی و، خو بیا هم د طالبانو د محتسبینو له خوا ورته سپکاوی شوی او دوه متروکې وهل شوې ده. د پروانې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د لیندۍ په نهمه د شبرغان د بازار په بیزازي سیمه کې شوې ده. پروانه د دغو محتسبینو له قوله زیاتوي چې ورته ویلي یې دي «ته باید په بازار کې یوازې ونه ګرځې، که ستا ویښتان ښکاره شول، موږ به دې زنداني کړو او ستا د کورنۍ سړي به ۵۰ دورې په عام محضر کې ووهل شي.» د شبرغان دغه اوسیدونکې زیاتوي چې د زنداني کېدو خبرداری یې هم ورکړی دی.
معصومه د شبرغان يوه بله اوسېدونکې ده چې د درملو د پېرلو پر مهال د طالبانو د ډلې له محتسبینو سره مخامخ شوې او د محرم د نه لرلو له امله ترې پوښتنې وشوې. معصومه په قوم ترکمنه ده او د کورنۍ یوازینۍ لور ده. هغه وايي چې پلار يې د کرنيزو محصولاتو د پلورلو لپاره بلخ ته تللى و او غوښتل يې چې د خپلې ناروغې مور لپاره درمل راوړي. دا ځوانه نجلۍ ادعا کوي چې طالب محتسبینو غوښتل د مذهبي حجاب د نه مراعاتولو په پلمه هغه ونیسي او زنداني یې کړي. خو د شبرغان ښار د هټۍوالو په منځګړتوب وتوانېده چې بېرته خپل کور ته ستنه شي. معصومه یادونه کوي:«له هغې ورځې وروسته، زه د دې ډلې د واکمنۍ تر پای پورې له کوره د وتلو اراده نه لرم.»
د مزارشريف ښار يوه ٢٩ کلنه نجلۍ الميرا شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د باختر بازار په سيمه کې د امر بالمعروف او نهي عن النکر د محتسبینو له خوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې ونيول شوه. هغه وايي کله چې په ښاري ټکسي کې سپره شوه د طالبانو له خوا ودرول شوه. مېرمن المیرا زیاتوي چې د طالبانو امر بالمعروف محتسبینو ټکسي چلوونکی څو څپېړې وواهه او خبرداری یې ورکړ چې له محرم پرته ښځې دې په ټکسي کې نه بیايي.
دغه ځوانه نجلۍ زیاتوي: «وروسته د امر بالمعروف محتسبینو له ما تحقیقات پیل کړل او له سپکاوي ډکو الفاظو یې په اخلاقي فساد تورنه کړم. هغوی ماته خبرداری راکړ چې له نن وروسته باید له محرم پرته له کوره ونه وځم.» المیرا چې په یوه دفتر کې په دنده بوخته ده، اوس یې پرېکړه کړې چې خپل ماما ته د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش ورکړي، ترڅو له هغې سره کار ځای ته ولاړ او را شي.
خو په شمال کې د ښځو د حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي او د دې ډلې له ظلمونو دې خلک وژغوري. د هېواد په شمال کې د بشري حقونو یوه فعاله، برښنا (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د افغانستان خلک، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونی له بدو خوبونو تېرې شوي، او اوس موږ ښځې او نجونې د بشري حقونو رښتیني بد خوبونه تجربه کوو او د طالبانو ظلمونه زغمو.» هغه زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د دې لپاره دا اټکل ګران و چې د طالبانو له خوا به په عام محضر کې ښځې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې نیول کېږي او په څپیړو به وهل کېږي، خو په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو له لوري د لویو ښارونو په مرکزونو کې له بشري حقونو د تیري دغه بد خوبونه په حقیقت بدل شوي دي.
د بلخ ولايت يوه مدني فعاله زرينا وايي، په کابل، تخار، سمنګان، باميان او غور ولايتونو کې د زرګونو خلکو په مخ کې پر ښځو د شرعي حدودو پلي کېدل ښيي چې طالبان د ښځو حقونو ته ارزښت نه ورکوي. د زرینې په وینا، په هېواد کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د ظلمونو د زیاتېدو د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې نړیواله ټولنه پر دغې ډلې فشار راوړي. دغه مدني فعاله ټینګار کوي چې د طالبانو ظلمونه او د افغان ښځو په وړاندې د نړیوالې ټولنې بې غوري سره ورته دي. هغه زیاتوي:«د افغانستان راتلونکی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو برخلیک به تر هغې نور هم تیاره شي، ترڅو چې نړیواله ټولنه د طالبانو پر ضد کوټلې ګامونه پورته نکړي. په ورته وخت کې، طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې تر سخت فشار لاندې ونیول شي.»
د طالبانو سیمه ییز چارواکي د امر بالمعروف او نهی عن النمکر د محتسبینو له خوا له یو شمېر نجونو او ښځو په عام محضر کې د سپکاوي او وهلو ټکولو په اړه څه نه وايي، خو د دې ډلې ویاندویانو تل ټینګار کړی چې پر نجونو او ښځو د اسلامي احکامو او شریعت مطابق د دوی لپاره لومړیتوب دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو کال او څلور میاشتې تېرېږي. په دې موده کې طالبانو د افغان ښځو د اساسي حقونو او غوښتنو په اړه د ښځو د حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو په وړاندې نرمښت نه دی ښودلی. برعکس دغه ډله د هرې ورځې په تېرېدو سره پر ښځو نوي بندیزونه اعلانوي.
طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د هېواد د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې پر ټوله ټولنه، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې سخت قوانین ولګول. ښځې او نجونې له کوره بهر کار کولو او ښوونځي ته له تللو کابو په بشپړه توګه منعه شوې وې. دوی ته اجازه نه وه چې له « شرعی محرم » پرته له کوره بهر وځي او برقع اغوستل یو له هغو شرطونو څخه و چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولی و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم له ړنګېدو او په افغانستان کې د نوي ډیموکراټیک نظام په رامنځته کېدو وروسته، چې د دغه هېواد حکومت د لوېدېځ له مالي او سیاسي ملاتړه برخمن و، د ښځو او نارینه وو مساوي حقونه په اساسي قانون کې خوندي شول. که څه هم د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د دغو حقونو د نه پلي کېدو په اړه نیوکې وشوې، خو لویو ښارونو ته د طالبانو په بیا راتګ سره د هېواد اساسي قانون لغوه او حقوق یې هم باطل شول.