۸صبح، نیمروز: نیمروز ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې تېره یوه میاشت کې له ایرانه نږدې ۳۰ زره افغان کډوال د ورېښمو پل له لارې نیمروز ته دننه شوي دي.
سرچینو دغه موضوع سهشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه اعلان کړې ده.
د سرچینو په وینا د لړم له لومړۍ تر درېشمې نېټې ۲۸ زره او ۸۱۲ افغان کډوال، چې یو زر او ۵۰ کورنۍ پکې شاملېږي، په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تله میاشت کې ۲۳ زره او ۳۹۹ تنه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي او د نیمروز له لارې هېواد ته دننه شوي دي.