د جګړو په زور اخېستو او د طالبانو له لوري د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو د کلابندۍ د کړۍ په راتنګېدو سره، د خلکو په ذهنونو کې یو ځل بیا د دې ډلې واک ته رسېدل یقیني شول. په هیواد کې د طالبانو د واکمنۍ په مخکینۍ دوره کې د نارینه وو او ښځینه وو پر جامو د سختو محدودیتونو لګول کېدل او په تېرو څو کلونو کې د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې پرخلکو محدودیتونه د دې لامل شول، چې د هیواد د لویدیځ اوسیدونکي ښارونو ته د دې ډلې په رانږدې کېدو سره، خپلې جامې او ظاهري بڼه د طالبانو له خوښې سره برابره کړي. د لونګۍ او خولۍ د په سرکوونکو نارینه وو ترڅنګ، ځينو ښځو هم هڅه وکړه، چې په خپلو جامو کې بدلون راولي. له همدې امله، د بورقې یا چادرۍ د پلور بازار له دوه لسېزو ځنډ وروسته، یو ځل بیا ګرم شوی دی. په لوېدیځو ولایتونو کې ډیری ښځې د نویو واکمنانو له ناوړه چلنده د خوندېتوب لپاره د چادرۍ پېرلو ته اړې شوې دي. د دغه محصول د بازار ګرمېدل چې نږدې دوه لسېزې یې دومره پېرېدونکي نه لرل، د هغه د بیې د لوړیدو لامل شوي دي. د چادریو د پلور کوچنۍ هټۍ پراخې شوې دي او د دغه محصول تولیدي کارخونو د خپل تولید کچه لوړه کړې ده.
د هرات د لیلامي پلورلو د واټ په وروستي برخه کې د چادرۍ پلورلو هټۍ او د چادریو تولیدي کارخونې دي. رحیم الله چې دغلته هټۍ لري، د چادریو د بازار د ګرمېدو او د هغو د بیې د لوړېدو په تړاو داسې وایي:« د طالبانو لاسته د هرات له لوېدو لس ورځې وړاندې، کله چې طالبانو ولسوالۍ سقوط کولې او جګړه ښار ته نږدې کېده، د چادرۍ پلور ورځ په ورځ زیاتېده. ډیرې ښځې د چادرۍ پېرلو لپاره راغلې وې. کله چې طالبان ښار ته دننه شول، د چادریو پلور د تېرو ورځو په پرتله زیات شو. ټول ډارېدل او ویل یې، چې طالبان هغو ښځو ته چې چادرۍ نه لري، په کرکه ګوري.»
دغه هټیوال د چادریو د تولید په برخه کې د خپلو فعالیتونو د پراختیا په هکله وایي:« پخوا مې د چادریو پلورنځی درلود او چادرۍ به مې له تولیدي کارخونو پېرلې او په خپلې هټۍ کې به مې پلورلې، خو کله چې مې ولیدل پلور یې زیات دی، په خپله مې یوه تولیدي کارخونه پرانېسته. اوس مهال په دغې کارخونه کې څلور کسان کارکوي او دا چادرۍ چې تاسو یې ګورئ ټولې زموږ په خپلې کارخونه کې تولیدېږي. د خدای شکر دی، له هرات، غور او بادغیسه ډېر پېرېدونکي لرم.»
رحیم الله زیاتوي:«د غور او بادغیس څو هټیوال زما پېرودونکي دي. دوی په هرو دریو یا څلورو میاشتو کې یو ځل د پیرلو لپاره هرات ته راځي او هر یو د خپلې اړتیا په اندازه چادرۍ پېري. دوی له 50 تر 100 پورې چادرۍ پېري، ځکه په دغو دوو ولایتونو کې د هرات په پرتله، له چادرۍ ډيره ګټه اخیستل کیږي.
په هرات ښار کې د چادریو د تولید د نویو کارخونو جوړېدل ښيي، چې دغه ښار ته د طالبانو له راتګ وروسته، د چادریو د پلور بازار ښه شوی دی. عزیز احمد، چې هرات ښار ته یې د طالبانو له ننوتلو مخکې د چادریو او حجابونو د پلورلو هټۍ لرله، د چادریو د پلور د بازار په ګرمېدو سره یې د چادریو د تولید یوه لویه کارخونه جوړه کړې ده. هغه د خپلو هراتي، غوري او بادغیسي پېرېدونکو له فرمایش سره سم، خپلو پیرودونکو ته هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ چادرۍ تولیدوي.
هغه چې پر خپل کاروبار خوښ بریښي وايي:« ما پخوا د چادریو او حجاب پلورنځی درلود، هلته به مې پر خپلو مشتریانو چادرۍ او حجابونه پلورل. د طالبانو په راتګ سره د چادریو پېر او پلور زیات شو. زه له خپل ورور سره، چې د چادریو یو دوکان هم لري، شریک شوی یم او یوه کارخونه مو جوړ کړې ده. د خدای شکر دی، د پلور بازار خورا ښه دی. زموږ کاروبارهم کیږي او څو بې وزلي هم پر کار بوخت شوي دي. په کارخونه کې اوس له موږ سره ۲۰ کسه د خامګ ګنډلو او د چادریو د ګنډلو او ډيزاین په برخه کې کار کوي.»
د چادرۍ ګنډلو د دغې کارخونې خاوند زیاتوي: «په دې کارخونه کې ۲۰ کسان کارکوي او هره ورځ له ۵۰ تر ۶۰ چادرۍ ګنډي. یو شمېر یې په هټۍ کې پلورم او پاتې نورې یې په عمده ډول تر دې په ټېټه به پرهټیوالو چې ډیری یې د غور او بادغیس ولایتونو دي پلورم. زموږ د بادغیس او غور ډیری پېرېدونکي هټيوال دي او هر هټیوال خپل پلور ته په کتو چادرۍ وړيٍ. ځینې یې ۲۰، ځینې یې ۳۰ او ځيني یې ان ۷۰ چادرۍ وړي.»
په لوېدیځ کې د چادریو د بازار پر ګرمېدو سربېره، د دغه محصول بیه هم پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو د وړاندې وخت په پرتله له ۵۰ تر ۶۰ سلنې لوړه شوې ده. عزيز احمد وايي: « موږ هغه چادري چې په ٦٠٠ افغانۍ مو پلورله، اوس يې له ٩٠٠ تر زرو افغانيو پلورو او د کارپناز چادري چې پخوا په زر افغانۍ وه، اوس ١٥٠٠ او ١٦٠٠ افغانيو ته رسېدلې ده.” هغه چادرۍ چې پخوا په دوه زره افغانۍ وې، اوس یې په درې زره پلورو.»
د هېواد په لوېديځ کې د چادرۍ تقاضا او بيه په داسې حال کې لوړه شوې، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سخت اقتصادي ځوړ رامنځته شوی دی. زرگونه خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د اقتصادي فعالیتونو ساحه محدوده شوې ده. د اقتصادي چارو کارپوهان د چادري اغوستل دلوړو لګښتونو له ډلې بولي او د هېوادوالو ناسم اقتصادي وضعیت ته په پام سره یې دودېدل د کورنیو پر اقتصاد سخت ګوزار ګڼي.
د هرات په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي استاد احمد فهیم (مستعار نوم) وايي: «زما په اند په اوسنیو شرایطو کې د چادري اغوستل د ډیرو کورنیو لپاره لوړ لګښت دی. طالبان باید پوه شي چې زموږ هیواد اوس په سخت اقتصادي ناورین کې دی. له یوې وړې برخې پرته، ډیری خلک لږ عاید لري او حتی ډیری کورنۍ هیڅ عاید نه لري. په داسې حالت کې، د ښځو لپاره د چادري اغوستو جبري کول د کورنیو پر کاواکه او مات مات اقتصاد سخت ګوزار دی.» د پوهنتون دغه استاد زیاتوي: «هره کورنۍ د ټولنې یو کوچنی واحد دی او د ټولنې د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي. که د لګښت او سپما اندازه په سمه توګه ونه سنجول شي، دا به د هیواد پر اقتصادي بهیر منفي اغېز وکړي. طالبان باید پوه شي چې د چادرۍ او لونګۍ او دې ته د ورته څېزونو په دودولو سره لومړی د کورنیو او په پای کې د هېواد اقتصاد اغېزمنوي.»
د ښځو په منځ کې د چادریو دودېدل په داسې حال کې مخ پر ډېرېدو دي، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو څه باندې یو کال او درې میاشتې تېرېږي خو تر اوسه هیڅ هیواد نه دی حاضر شوی چې د دې ډلې رژیم په رسمیت وپيژني. هېوادوال وېره لري، چې د طالبانو د واکمنۍ په دوام او د نړېوالې ټولنې له لوري به د دې ډلې په رسمیت پېژندلو سره، نور محدودیتونه ولګول شي او په هېواد کې به پر ټولو ښځينه وو او نارینه وو د چادرۍ د اغوستو او د لونګۍ د په سرکولو په څېر ورته دودونه تحمیل شي.