په روانه اوونۍ کې د ټرافيکي پېښو له امله ۱۲ تنه مړه او ۱۵۰ نور ټپيان شوي دي

۸صبح، کابل: د روانې اوونۍ په لړ کې د ټرافیکی پېښو شمېرې ښیي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ کسان مړه شوی او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
۸صبح ورځپاڼې ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، دغه کسان له تېرې شنبې نه تر پنجشنبې ( د سلواغې۲۰مې) پورې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله مړه شوي او ټپیان شوي دي.
په هرات کې د ټرافيکي پېښو اوونیز معلومات ښيي، چې په دغه ولايت کې د ټرافيکي پېښو له امله ٩٨ تنه ټپيان شوي دي.
دغه راز د روانې اوونۍ په لړ کې په پروان ولایت کې په پنځو ټرافیکي پېښو کې ۲۳ تنه ټپیان شوي دي. څلور پېښې د غوربند-چاريکارو پر لويه لاره او يوه پېښه د سالنګ پر لويه لاره شوې ده.
بل خوا په سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د درېیو ټرافیکي پېښو په پایله کې ۹ تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
اخوا، د سرچينو د معلوماتو له مخې، په روانه اوونۍ کې په غزني ولايت کې د دوو ټرافيکي پېښو په پايله کې دوه تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
له دې سره هممهاله، د روانې اوونۍ په لړ کې په بامیانو کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه یو تن مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د یکاولنګ نمبر۱ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوې ده.
په روانه اوونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران ورښت د نورو ستونزو ترڅنګ د مرګونو ټرافیکي پېښو لامل هم شوی دی.