د ویانا ناستې اعلامیې ته یوه کتنه
لیکوال: یونس نګاه

په ویانا کې د طالبان د مخالفینو ناسته، د ډېرو هغو خلکو چې د طالبانو ضد د یوه ټولګډونه غورځنګ د رامنځته کېدو غوښتنه یې لرله، پوره نه کړه. سربېره پر دې، هغو ورځو کې چې د دوحې د غونډې لپاره چمتوالی نیول کېده، په امریکا، اروپا او دغه راز په ملګرو ملتونو کې یو شمېر سیاستوالو د طالب توجیه کولو لپاره هڅې کولې، د کورنیو او بهرنیو اورېدونکو سربېره له بېل ټریبیون څخه غږ اوچتول، د طالبانو د مخالفینو لپاره یو فرصت و، خو له بده مرغه له دغه فرصت څخه د دې ناستې د ګډونوالو ګټه اخیستنه، تر شک لاندې ده. د دې ناستې ګډونوالو د افغانستان خلکو او نړۍ ته له بېلابېلو لارو خپل پیغام ورساوه، لکه د غونډې په ډول د ګډونوالو جوړښت، د هغو کسانو جوړښت چې په مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون درلود، د مرکو او له ټولو نه مهم د اعلامیې له لارې چې د ناستې په پای کې خپره کړه. د ګډونوالو د جوړښت او دغه راز د غونډې د غړو د مرکو په اړه یو شمېر مخالفینو او موافقو کسانو په ګردي میزونو او مقالو کې خپل نظرونه شریک کړي دي. دلته د ناستې مهم سند یانې اعلامیه ارزوو، څو وګورو چې د افغانستان مسایلو ته د ویانا د دویمې غونډې د ګډونوالو لیدلوری څه ډول دی.
الف) تاریخي او هېوادنی رسالت
په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوال خپل تاریخي او هېوادنی رسالت او مسوولیت ګڼي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې،د خواشینۍ وړ او له بشري او انساني سره مخامخ افغانستان وژغوري. هغوی دغه راز ویلي دي چې «د افغانستان د ژغورنۍ یوازینۍ لار د ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، مدني فعالینو، خپلواکو شخصیتونو په انسجام او د ملي مقاومت د پیاوړتیا او دغه راز د ثبات رامنځته کولو لپاره د اساسي حل لارې موندلو کې دي» پر ملي مقاومت ټینګار او د ثبات لپاره د اساسي حل لارې موندل، د طالبانو د مخالفینو کړکېچن وضعیت ښيي. دغه ځواکونه لا تر اوسه هم د طالبانو پر وړاندې د حل لارې په موندلو او ګډ غږ اچتولو کې ستونزه لري. تر دا مهاله ډېرو ډلو او شخصیتونو روښانه نه کړای شول، چې د طالبانو پر وړاندې د قومي، سمتي، ملي، دموکراتیک یا هم اسلامي محورونو پر بنسټ راټولیږي؛ ځکه طالبانو د افغانستان خلک له بېلابېلو اړخونو چیچلي او ځورولي او د افغانستان پر بدن یې قبیلوي، قومي، سیمه ییز، ژبني، مذهبي، دیني، سیاسي او ملي ټپونه رامنځته کړي دي. دغه ډله په سپین بولدک کې له اڅکزیو سره د قبیلوي دښمن، پنجشیر، اندراب او سرپل او ډېرو نورو ځایونو کې د قومي دښمن، د افغانستان په کچه او د هغو کسانو پر وړاندې چې د یوه واحد او دموکراتیک افغانستان غوښتونکي دي د ملي دښمن او د ښځو پر وړاندې د جنسیتي دښمن په توګه چلند کوي.
د افغانستان پر بدن د طالبانو له لوري بېلابېل ټپونه ددې لامل شوي، چې له دغې ډلې سره په مبارزه کې خلک یو لاس او همغږي نه شي. د طالب ضدو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول د مبارزینو او باخبره سیاستوالو مسوولیت دی. خلک باید وپوهول شي چې د اڅکزیو، پنجشیریو، فارسي ژبو، شیعه ګانو، ښځو،لوستو کسانو، ښارمېشتو، ملي فکرو، دیموکراسي غوښتونکو او ټولو هغو کسانو چې تاوتریخوالی نه مني، درد یو دی او تر دې وروسته نه باید د طالبانو پر چلند او خبرو وغولیږي. همداراز نه باید هېر کړو، چې د طالبانو قربانیان، له یووالي پرته نه شي کولای خپل ګډ دښمن په اسانۍ مات کړي.
د ویانا د ناستې په اعلامیه کې تر ټولو لویه ستونزه د یوه واحد لیدلوري رامنځته کول دي، چې د طالبانو دښمن سره همغږي او یوځای کړي. په اعلامیه کې د دیموکراسۍ هېڅ یادونه نه ده شوې. سمه ده چې په تېرو شلو کلونو کې له دیموکراسۍ ډېره ناوړه ګټه واخیستل شوه لکه: د ولسونو ترمنځ د نفاق رامنځته کول، د خلکو د رایو غلا او هغه دولت چې اساسي قانون یې پر دیموکراسۍ ولاړ و، تبیعض پکې و او د خلکو ارادې ته درناوې نه کېده، خو دا زمونږ کمزورتیا وه چې د دیموکراسۍ په پلي کېدا او دا چې د ترهګرو، زورواکو او درغلیو کوونکو پر وړانداې مو د دیموکراسۍ له ارزښتونو نه د ساتنې لپاره د باور وړ مېکانېزم او تګلاره نه درلوده. د طالبانو مخالفین د قانون او دیموکراسۍ له حاکمیت پرته نه شي کولای، همغږي شي او انسجام رامنځته کړي.
په اعلامیه کې د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ د دولت په رامنځته کېدو ټینګار شوی چې کېدای شي دموکراتیک نظام ته اشاره وي، خو له دیموکراسۍ په ښکاره تېښته، پوښتنه رامنځته کوي. آیا ګډونوال خپلمنځي جوړجاړی او توافقي ثبات، پر دیموکراتیک نظام غوره بولي؟ آیا هغوی حاضر دي چې د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي اتحادیې او د سیمې د هېوادونو تر څارنې لاندې د خپلمنځي توافقي واک په وېش سره، له دیموکراتيکو غوښتنو تېر شي؟ د اعلامیې په لومړي پاراګراف کې « د ثبات لپاره د اساسي حل لارو له موندلو» یادونه شوې؛ ثبات څومره ارزښت لري؟ د طالبانو «ټولګډونه» طالبانې حکومت په منلو ارزي. په هغه حکومت کې چې د طالبانو مخالفینو ته په واک کې برخه ورکړل شي، لکه: وزارت او ریاست او نور…، خو نظام به هماغه ډول امارتي او دیمومکراتیک نه وي؟
ب) مشروع مقاومت او د منلو وړ همغږي
د اعلامیې په دوام د « سیاسي جریانونو» له مقاومت او ددغو مقاومتونو ترمنځ د منلو وړ له همغږي یادونه شوې ده. د وسله وال مقاومت په هکله نه یادونه هم د پاملرنې وړ ده. داسې ښکاري چې د ویانا د غونډې ګډونوالو د دیموکراسۍ او وسله وال مقاومت له نه یادولو چې طالبان ورڅخه کرکه لري، په یوه ډول تېښته کړې او هڅه یې کړې چې په دې کار سره خبرو اترو او سیاسي هوکړې ته شین څراغ وښيي.
په اعلامیه کې د طالبانو پر جنایتونو هم خبرې شوي او د هغو پر وړاندې یې مقاومت مشروع ګڼلی ؛ خو وسله وال مقاومت په کنایوي ډول یاد شوی او هڅه شوې چې د « مقاومت د ټولو ډولونو» یا په ښارونو او غرونو کې» د سیاسي جریانونو په مشروع مقاومت بسنه وکړي. د مقاومت ټولو ډولونو کې وسله وال مقاومت هم شاملیږي او په غرونو او درو کې د سیاسي جریانونو مشروع مقاومت د وسله وال مقاومت په مانا دی. له دیموکراسۍ او وسله وال مقاومت نه یادونه، پرته له دې چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره تمایل وښيي، بله مانا نه لري. څرګنده نه ده چې د اروپايي هېوادونو او هغی چې د دوحې د هوکړه لیک د موادو د پلي کېدو په هڅه کې دي او داسې ښکاري چې طالبان د «تولګډونه حکومت» جوړولو ته اړ کوي، د اعلامیې د جوړولو په مدیریت کې یې څومره رول لرلی دی. کېدای شي د دې ناستې ګډونوالو په خپله غوښتي وي چې د ملګرو ملتونو سازمان او د کنفرانس جوړونکو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو د پیل هڅې وکړي.
په بهرنیو غونډو کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر سر د خبرو اترو په اړه وروستي متناقض پیغامونه، څرګندوي، چې کېدای شي په را روانو مېاشتو کې د اوسني بن بست ماتولو شاهد واوسو. د طالبانو او مخالفینو ترمنځ یې د خبرو له پیلېدو پرته، له دغه بن بست نه وتل هم اسانه کار نه دی. له دې امله، ډېر احتمال شته چې د دوحې په غونډه کې د خبرو اترو د بیا پیلېدو لپاره یو مېکانیزم وړاندې شي او د احمد مسعود په مشرۍ جبهې خو لا پخوا د ویانا د ناستې له لارې، د خبرو اترو لپاره چمتوالی اعلان کړی دی. په دې ناسته کې د ځینو څېرو نه ګډون، هغه څه چې کېدای شي په دوحه کې ترسره شي، تر خپل اغېز لاندې راولي. ډیرو ویلي دي چې ویانا ته د تللو پرځای، په کور کې کښینئ او په دوحه کې د بدلونونو په تمه واوسئ، او یا هم د ویانا په غونډه کې په ګډون سره د دوحې په ناسته او له هغې وروسته د واک د وېش په برخه کې خپل چانس له لاسه مه ورکوئ. دغه راز هغه وخت چې د ویانا د اعلامیې پرسر د بحث لپاره تېروئ، د دوحې د کنفرانس د جوړونکو سره د خبرو اترو او اړیکو لپاره مصرف کړئ.
د ویانا د ناستې ګډونوال «ب پلان» هم لري او له طالبانو سره د مبارزې په برخه کې یې د همغږۍ په اړتیا خبرې کړي دي. هغوی ویلي دي چې «د منلو وړ» همغږي رامنځته کولو ته د طالبانو ټول مخالف جریانونه ژمن دي او د هغه پلي کېدو لپاره هڅه کوي. له منلو وړ همغږۍ څخه موخه، کېدای شي په سیاسي چوکاټ کې همکاري او یووالی تعریف شوی وي. په دې مانا، چې یوه کاري ډله یې ته یې دنده سپارلې ترڅو د منلو وړ همغږۍ د انسجام لپاره د لارې نقشه جوړه کړي. د طالبانو د مخالفینو د انسجام او همغږۍ لپاره د لارې نقشه جوړول، تر ټولو مهمه او له کړاوه ډک مسوولیت دی. کوم ارزښتونه کولای شي چې د طالبانو بېلابېل دښمنان او مخالفین سره یو کړي او د هغوی له ګډوډۍ ډکه مبارزه په یوه لوی او ژغورنکي غورځنګ بدل کړي؟ د لارې نقشې د جوړولو لپاره یوه لاره، هغو ارزښتونو ته پاملرنه ده چې طالبان له هغو سره دښمني لري، ترڅو مخالفین د هغو ارزښتونو په پام کې نیولو سره د طالبانو پر وړاندې متحد کړي. د بېلګې په ډول، طالبان په هېڅ جمعي امر کې د خلکو رایو ته ارزښت نه ورکوي او په خپلو ټولو چارو کې د ملایانو او د خپل امیر فرمانونه غوره او پرځای ګڼي، زده کړو ته ارزښت نه ورکوي، ښځې له نارینه و سره د برابر حقونو وړ نه بولي او مذهبي او قومي تبعیض ته لمن وهي.
د طالبانو مخالفین کیدای شي د قانوني حکومت په رامنځته کولو، ملي یووالي، د خلکو رایو ته درناوي، د بشر حقونو او مدني آزادیو ته درناوي، پر زده کړې او پرمختګ د ټینګار او د جنسیتي، مذهبي او قومي تبعیضونو د حلولو په برخه کې سره متحد او یو کړو. له دې امله، د خلکو له دیموکراتیکو غوښتنو څخه په ښکاره ډول شاتګ، د طالبانو د مخالفینو د کمزورتیا لامل کیږي او دایمي ثبات له ځند او خنډ سره مخ کوي. د توافقي ثبات په ترلاسه کولو کې چې د خلکو له اساسي حقونو پکې سترګې پټې شي، او هغه ټولګډونه حکومت چې د زورواکو ترمنځ پکې واک ووېشل شي، د له منځه تللو احتمال یې ډېر دی.
ج) رسمیت غوښتنه
طالبان د امارت د په رسمیت پېژندلو غوښتونکي دي. هغوی وایي جګړه کې جدي سیال نه لري او پر ټول هېواد د وسلې په زور حاکم دي. د دوی په باور، هېوادونه پرته له دې چې امارت په رسمیت وپېژني، بله لار نه لري. هغوی له یوې خوا د داعش پر وړاندې د خپلې جګړې تبلیغ کوي او له بل لوري ټینګار لري چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ ضد فعالیتونو مخنیوی وکړي. دوی دغه راز ادعا کوي چې له امریکا سره پهر خپلو ژمنو ټینګ دي او کولای شي چې د دوحې په تړون کې له ښکېلو هېوادونو سره د هغوی د باوري شریک په توګه همکار پاتې شي. بل لوري ته، د جهاد او د نړۍ د فتحې پیغامونه ورکوي او ګواښ کوي چې که په افغانستان کې د «رسمي امارت» خاوندان نه شي، د نړیوال خلافت لپاره به وجنګیږي. ډیری خلک د ښوونځیو تړل او له ټولنیز ژونده د ښځو بشپړ منع کول د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د چانه وهلو یو ډول تاکتیک بولي. د ملګرو ملتونو د سازمان چارواکي هم پر خپلو کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه د طالبانو لخوا، د دوی د دې ډلې رسمیت پېژندلو پلمه بولي او له همدې امله له طالبانو سره د خبرواترو غوښتونکي دي. داسې ښکاري چې د طالباني امارت د عادي کولو لپاره ناوړه هڅې دوام لري او ددې ډلې لابي ګران د رسمیت پېژندلو په برخه کې د طالبانو له کړنو ناخوښ دي. هغوی تمه لري چې طالبان د ښځو د حضور او د زده کړو پر وړاندې د نرمښت په ښکاره کولو، خپلو نړیوالو ملاتړو ته وښيي چې هغوی بدل شوي او په دې ډول به د طالبانو د امارت رسمیت پېژندلو لپاره په لویدیځ کې عامه افکار چمتو شي. هېره دې نه وې چې د طالبانو مخالفین په نړیواله کچه او دغه راز د لویدیځوالو سیاستوالو ترمنځ هم لږ نه دي. طالبانو ته د احتمالي رسمیت ورکولو د ګواښناکو پایلو یادونه تل کیږي. په دې لړ کې د امریکا په اردو او د سیاست په ډګر کې نامتو کسانو د دوحې هوکړه لیک او طالبانو ته د واک سپارل تېروتنه بولي. سربېره پر دې، نړیواله ټولنه لا هم هڅه کوي چې د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره هلې ځلې وکړي. د مرستو لېږل، استخباراتي همکاري او د طالبانو د مخالفینو منزوي ساتل، دغې ډلې سره د نړیوالې ټولنې د ښه نیت په توګه یادولی شو.
نړۍ د طالبانو پر وړاندې مقاومت هم په رسمیت نه پېژني او هغوی یې د «خبرو اترو» په خام تار او د «ټولګډونه حکومت» په رامنځته کولو غولولي دي. په ویانا کې د طالبانو د مخالفینو د دویمې ناستې اعلامیې، د دې ترڅنګ چې په نرمه لهجه یې د خبرواترو لپاره خپل چمتوالی ښودلی، له نړۍ یې غوښتي چې « د افغانستان د خلکو د مقاومت ټول ډولونه په رسمیت وپېژني» خو نړۍ لا تر اوسه د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ښکاره ملاتړ نه دی کړی. نړۍ د نسبي فرصتونو په وړاندې کولو سره یې هڅه کړې چې له طالبانو سره مخالفت ژوندی پاتې شي، خو په هغه کچه نه وي چې دغه ډله له ستونزې سره مخ شي. د دوحې ناسته او هغه څه چې له هغې وروسته په راتلونکو میاشتو کې پېښیږي، کېدای شي د طالبانو او د هغوی د مخالفینو په هکله د نړیوالې ټولنې او لویو قدرتونو هېوادونو تګلاره روښانه کړي.
له دې سره به اوسنی پېچلی مبهم وضعیت پای ته ورسیږي. داسې ښکاري چې اوس مهال د امارت د رسمي کېدو چارې د پلي کېدو په حال کې دي. که چېرې طالبان د امریکا او خپلو ملاتړو هېوادونو سره نږدې اړیکې وساتي او په خپلو سیاستونو کې د شکلي بدلونونو په راوستو سره د امارت د رسمیت پېژندلو د توجیه لپاره زمینه برابره کړي، د دوحې هوکړه لیک به د امارت په رسمي کېدلو سره بشپړه شي. دغه راز په لنډ وخت کې به د طالبانو پر مخالفینو ساحه تنګه شي. خو لږ وروسته به نړۍ له طالبانو سره په ستونزو اخته شي؛ ځکه چې طالبان به د خپلو ترهګریزو فعالیتونو په کنترول کې ناتوانه وي او له شک پرته به یې زیان نورو ته رسیږي.
نړۍ که په هر ډول له طالبان سره چلند وکړي، د افغانستان خلک له طالبانو سره د مبارزې او له تور او تپل شوي امارت سره له مقاومت پرته بله لار په مخکې نه لري. که چېرې طالبان په رسمیت وپېژندل شي، صفونه به لا روښانه شي او په ډېر لنډ وخت کې به آزادي غوښتونکي او د بنسټ پالنې ضد مبارزین افغانستان د برحقه استازو او د نړیوالې ټولنې د باور وړ همکارانو په توګه هرکلي سره مخ شي. له دې امله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د بیرغ په زمکه ایښودل به ستراتیژیکه تېروتنه وي او د قانون او د هېوادوالو د آزادو رایو پر بنسټ د نظام جوړولو رامنځته کولو لپاره د افغانستان د خلکو د مبارزې د پر رسمیت پېژندلو باندې ټینګار که نن بې پایلې وي، راتلونکي کې به یې خامخا بریا پر برخه شي.
د) بهرنیانو ته مخامخ وینا او ولسي ملاتړ ته نه پاملرنه
د سیاستوالو په اعلامیو او ویناو کې له خلکو نه یادونه، په یوه دود اوښتی دی. ټول، له طالب نه نیولې تر د طالب مخالفینو پورې، د خلکو په اړه خبرې کوي؛ خو په تېرو څلور لسیزو کې د خلکو ځواک ته د پروژې په سترګه کتل شوی او دغې چارې خلکو ته ډېر زیان اړولی دی. له بده مرغه د افغانستان خلک د اوږدو جګړو او بې وزلۍ له امله، ډېر کمزوري شوي دي. له همدې امله، ډېر کله بهرنيو ته یې سترګې پاتې وي. ډېری خلک له نخبه ګانو او له سیاستوالو دومره هیله نه لري او تمه لري چې بهرنیان یې مرسته ته راودانګي او همداراز تمه لري چې بهرنیان به څه ډول برخلیک د هېواد لپاره په پام کې ونیسي. طالبان هم سره له دې چې مذهبي او استعماري ضد غولونکي شعارونه ورکوي، خپلې ټولې کړنې د بهرنیو د ملاتړ د راجلبولو پر محور تنظیموي. له بهرنیانو سره خبرې کوي او معاملې کوي. هېوادوال په جوماتونو، ښوونځیو، سړکونو او دفترونو کې وژني او د ښاروندانو اساسي حقوق لکه زده کړه، حمام او د سفر مخنیوی کوي ترڅو د رسمیت پېژندنې په مذاکره کې د فشار د آلې په توګه ترې کار واخلي. د طالب مخالفین هم له خلکو سره ډېر لږ او له بهرنیانو سره ډېرې اړیکې ساتي او بهرنی ملاتړ پر ولسي ملاتړ غوره ګڼي. د خلکو په ځواک بې باوري او د بهرنیو په ملاتړ له حده زیاته تکیه، د ویانا د دویمې ناستې په اعلامیه کې هم په ښکاره ډول څرګنده ده. په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي څو د افغانستان په هکله غیرمسوولانه چلند ونه کړي او د دوحې ناستې له جوړونکو غوښتل شوي چې له هرډول بحث نه چې د « د طالبانو د حاکمیت د دوام او د افغانستان د وضعیت د پیچلتیا» لامل کیږي، ډډه وکړي. د سیمې هېوادونو ته ګواښ شوی چې « په سیمه کې د ترهګرو د زیاتوالي ګواښ په یوه جدي تهدید اوښتی دی» او د سیمه ییز او نړیوال تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو په مبارزې ونه غولیږي. د ملګرو ملتونو له سازمان او نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د طالبانو مشران هم خپلو «تعزیراتو ته تابع» کړي. له نړیوالې جزایي محکمې غوښتل شوي ترڅو « طالب جنایت کاره او مشران یې تر قانوني څېړنې لاندې ونیسي» له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو له سازمان نه غوښتنه شوې چې « د طالبانو د غیراسلامي کړنو په وړاندې روښانه موقف او عملي ګامونه» پورته کړي. د اتریش له مېلمه پالنې مننه شوې او له « سولې غوښتونکو بنسټونو» غوښتل شوي څو د دا ډول ناستو د دوام عملي ملاتړ وکړي. خو د افغانستان له خلکو غوښتنه نه ده شوې چې څه ډول سره یو شي، خپلې مبارزې پراخې کړي، څه ډول د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ملاتړ وکړي او څه ډول له طالبانو سره له مرستې کولو ډډه وکړي. په اعلامیه کې پر خلکو نه تمرکز او پر بهرنیو قدرتونو او بنسټونو له حده زیاته تکیه ، د طالبانو د مخالفینو لویه کمزورتیا ښيي.
طالب ضدو ټولو ډلو او مخالفینو، په تېر کې د هېواد د ژغورنې په لاره کې د مبارزې لپاره فرصتونه درلودل. له چپي ډلو نیولې چې پر خلکو یې ظلم وکړ او خپلې خامې او ناوړه هیلې یې په خلکو وتپلې، تر جهادي تنظیمونو پورې چې خدای او ملت یې پلمه ونیول او د هغوی په وژلو او لوټلو یې لاس پورې کړ، تر هغو چې د دیموکراسۍ تر نامه لاندې یې د قومونو ترمنځ نفاق واچوه، بډې یې واخیستې او د ولس رایې یې غلا کړې، ټولو د کار او خدمت لوی فرصتونه له لاسه ورکړل. که چېرې کوم کلاس جوړ شي چې په هغه کې ټول غیر طالب ځواکونه سره راټول شي او له تېر نه زده کړه وکړي، د یاد درس اصلي عنوانونه باید داوي: ۱) څنګه کولای شو د کورني ظرفیت په پیاوړتیا کې هڅه وکړو او خلک د سیاست اصلي محور وګرځوو؟ ۲) څه ډول کولای شو د بهرنیانو د ملاتړ تاکتیکي رول درک کړو، له هغه نه په سم ډول ګټه واخلو او د بهرنیانو په هېڅ راز دوامداره او ستراتیژیک ملاتړ باور ونکړو؟ د طالب مخالفین یوازې له ترهګرو او طالبانو سره د مبارزې مسوولیت نه لري؛ بلکې خپلې بې شمېره کمزورتیاوې هم باید اصلاح کړي او ځان د آزادۍ غوښتنې او دموکراتیکو مبارزو د مشرتابه وړ وګرځوي. یوازې د طالبانو جهل او ترهګري خنډ، نه ده؛ د طالب ضدو مخالفینو ترمنځ هم یو بل ته په بد نظر کتل، طالبانو ته ورته کړنې او نور… هم لویې تېروتنې دي. ډیری خلک په تېرو نږدې دوو کلونو کې د طالبانو له ناوړه کړنو ستړي شوي او دوی د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. تر دې چې ځینې طالب جنګیالي هم له اوسني وضعیت څخه ناراضه دي. د یادې ډلې ځیني چارواکي هم پوهیږي چې کړنې یې ان له منځنیو پېړيو سره برابرې نه دي او د هغو دوام به یاده ډله وپرځوي. تر ټولو مهمه مسله داده چې کوم ځواک کولای شي چې د طالب دښمن، د طالب مخالف او د طالب له امارته د نهیلو خلکو باور خپل کړي؟ مسله دا نه ده چې څوک یا کومه ډله له چین او امریکا سره اړیکې ټینګولی شي، د بهرنیو قدرتونو زړه ترلاسه کول کېدای شي د معاملې له لارې هم ترلاسه شي، خو د ولس د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره باید هڅه وشي او په دې برخه کې خپله وړتیا ثابته کړو.