۸صبح، زابل: د زابل ولایت یو شمېر اوسیدونکي طالبان او د SHO په نوم یوه اینجو تورنوي، چې د فقر ځپلو لپاره د یونیسف موسسې د ځانګړو شویو نقدي مرستو په وېش کې یې ظالمانه بې عدالتي کړې ده.
د دوی په وینا، یادې اینجو د ترلاسه کړې بودیجې په اساس غوښتل، چې ۳۰ زرو تنو ډېرو فقر ځپلیو ته د نقدي مرستو څو میاشتینۍ لړۍ پيل کړي، خوطالب چارواکو د دغو مرسته ترلاسه کوونکو په ډله کې خپل ۱۵ زره طالبان پرې تحمیل کړي دي.
زابل مېشتي شکایت کوي، چې طالبانو نورو مرستندویه موسسو ته په دې شرط د فعالیت اجازه ورکړې، چې د مرسته ترلاسه کوونکو په نوملړ کې به په پراخه کچه د طالبانو او د دوی د نیږدې خپلوانو نومونه هم شاملوي.
خلک وایي، چې طالبان له یوه لوري په هېواد کې د عدالت او اسلامي شریعت د تامینولو ادعاوې کوي، خو په عمل کې یې داسې بې عدالتي راوستې، چې بېسارې ده.
د زابل یو اوسیدونکی روح الله چې په کلات ښار کې د سړک پر غاړه لاسي کراچۍ چلوي وایي طالبانو له ټول مظلومیت او بېوزلۍ سره، د مرسته ترلاسه کوونکو په لیست کې د ده پر ځای خپل کسان، چې له واک ته رسیدو سره شتمن شوي، شامل کړي دي.
نوموړی زیاتوي:« زموږ کلي کې ۲۵ تنه د مرستو اخیستونکو په لیست کې لیکل شوي وو، خو له دوی څخه د ۵ تنو نومونه آخر لیست کې ووتل. نور اکثره شتمن او واسطه لرونکي پکې وو. زه چې کراچۍ چلوم او ما غوندې ډېر نور بې واسطې پکې نه دي شامل شوي. موږ چا ته وژاړو؟»
د زابل یو بل اوسیدونکی شمس الله وایي د مرستې کارتونه ټول د مسجدونو د ملا امامانو په لاس ویشل کیږي، چې تر حقدارو نه رسیږي.
د شمس الله په وینا د مسجد ملا امام ټول هغه شتمن د مرستو اخیستو په لیستونو کې ځایوي چې اړیکې ورسره لري یا ډاریږي، چې له امامته یې ایسته نه کړي.
نوموړی وايي تر دا مهاله درې ځله د دوی مسجد ته د مرستې لپاره د سروې کارتونه ورکړل شوي، خو ملا یې د غریبو کسانو پر ځای شتمن، زورور او د طالبانو اړوند خلک ور معرفي کړي.
شمس الله وویل:« زموږ په مسجد کې دا درېیم ځل دی، چې د نقدي او خوراکي توکیو د مرستو کارتونه را وړل کیږي، خو د کلي ملا یي په خپله خوښه ویشي. هغه دا کارتونه شتمنو، زور لرونکو او د طالبانو نیږدې کسانو ته ورکوي، ډاریږي چې له امامته یې ایسته نه کړي.»
و مو غوښتل په دې اړه په زابل ولایت کې د SHO اینجو له مسوولینو سره هم وغږیږو، خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول.
د دغې اینجو یوه کارکوونکي ۸ صبح ته د نوم نه خپریدو په شرط تایید کړه، چې د طالبانو ځایي چارواکو د څه باندې ۱۰ زرو کسانو لیستونه ورکړي او د مرستو وېشلو غوښتنه یې ورته کړې ده.
د نوموړي په خبره، د دغې اینجو د ولایتي مسوول په خوښه د کلات او ولسوالیو لپاره د طالبانو د ډلګۍ مشرانو په خوښه هم له ۵- تر ۱۰ پورې کسان د مرسته اخیستونکو په دغو لیستونو کې شامل کړل شوي دي.
سرچینې وویل:« زموږ له سروې وروسته را ته لارښونه وشوه چې په هره سروې کې د طالبانو د ډلګۍ مشرانو په نښه شوي کسان هم ځای پر ځای او له مرستو برخمن شي. موږ د ټینګار او فشار په وسیله مجبور شوو، چې دا کار وکړو. موږ ته د زابل دفتر مشر دا امر وکړ او ویې ویل، چې دا خبره باید پټه وساتل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د یونسیف موسسې تر چتر لاندې SHO اینجو له لوري د زابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې ۳۰ زرو کورنیو ته د نقدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغې لړۍ پر مهال به هره ثبت شوې کورنۍ له یادې اینجو څخه په میاشتیني ډول ۳۹۰۰ افغانۍ تر لاسه کړي.
ویل شوي، چې د دغو مرستو لومړی پړاو به تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي.
د زابل اوسیدونکو تر دې مخکې د نورو موسسو او اینجو له لوري پر وېشل کیدونکو مرستو هم ورته نیوکې کړي او ویلي، چې د طالبانو د لاسوهنو له امله بې عدالتي او فساد پکې روان دی.