زابل کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه په دورو وهلي او زنداني کړي

۸صبح، زابل: زابل کې د طالبانو محکمې ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په تعریزي سزا محکوم کړي دي.
د زابل ولايت د طالبانو محکمې نن یکشنبه د وږي میاشتې په ٢٦مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسان په بېلابېلو تورونو لکه د غلا، له واده بهر اړیکې «غیرشرعي واده» په تور محکوم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه ۹ تنه له شلو څخه تر ٣٩ دورو په وهلو او له شپږو څخه تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
دا نه ده معلومه چې څو کسان د دورو په وهلو او بند محکوم شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه فرمان د پلي کېدو پر مهال د زابل لپاره د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم راغلي وو.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره دې ډلې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر تورنو کسانو د وهلو او وژلو سزاوې عملي کړې دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو تل پر دې وضعیت اندېښنه ښودلې ده.