انفعال او د پلان نشتوالی به ناورینونه لا پسې زیات کړي

هېواد په بېړني حالت کې دی او د دې وضعیت دوام به شته ناورینونونه لا پسې ژور کړي. مدني مناسبات، د صنعتي تولید امکانات، د خدماتو وړاندې کېدل، د بشري مهارتونو د زیاتولو فرصتونه، او هر هغه څه چې په ځمکې او باران پورې له خورا ډېرې تړلتیا نه په خلاصون کې له موږ سره مرسته کوي او موږ ته له طبیعي پېښو، اقتصادي ناورینونو او ټولنیزو ستونزو سره د مقابلې توان راکوي، نه یوازې د ودې په حال کې نه دي؛ بلکې له وېروونکي ځوړ سره مخ دي. په داسې حال کې چې بې روزګاري او بې وزلي ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو ده او د کار فرصتونه د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي، د هېواد نفوس په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی او کرنه چې په بشپړه توګه دوديزه پاتې شوې ده، د اقلیمي بدلونونو او د وږو کروندوګرو د کډوالۍ له امله لږ عاید لرونکې او زړه شوې ده. په داسې حالت کې هغه ځواک چې پر بشري تدابیرو باور نه لري او په هېواد کې دننه له بېلابېلو پاړکیو سره په لانجه کې دی او له نړۍ سره د اړيکو د ټينګولو توان نه لري او په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې ټولنه شاته بوځي، د دولت اداره په خپل لاس کې اخیستې ده. د تېر یو نیم کال تجربې وښودله چې ناورینونه یوازې د ټوپک په غږ له منځه نه ځي، بلکې د ټوپک د غږ د غلې کېدو څرنګوالی او هغه لاره چې وروسته هېواد ورته مخه کوي، ډېره مهمه ده. که چېرې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو پای ته رسېدل، د بازار د ګرمېدو، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، د ماهر کاري ځواک د جذب، پانګونې او د کار او ابادۍ لپاره د عمومي انګیزې لامل شي، نو هېواد سمې لارې ته سیخېږي. خو که د جګړې پای ته رسېدل له کلتوري او ټولنیز زوال سره مل وي او د کار او پانګونې انګیزې له منځه ولاړه شي، نو ټولنه تر جګړې بدې کندې ته ورلوېږي.
د شته وضعیت پر وړاندې درېدل ښايي د ځينو لپاره د سیاسي دښمن پر وړاندې د جګړې او د واک د خپلولو لپاره سیالي وي، خو د ډیری خلکو لپاره، دغه مقاومت د جګړې او ژغورنې له ماموریته اخوا دي. ځکه چې هغوی په مخکې شته خطرونه ویني او پردې پوهېږي چې که اعتراض ونه کړي، لاس په کارنه شي او د طالب رحم یا فشار او د بهرنیو مرستو ته سترګې پر لاره پاتې شي، ډېر به ناوخته شي او اوسني ناورینونه به نه جبرانېدونکي حالت ته ورسېږي.
له بده مرغه چې ډېری پېژندل شوي شخصتیونه او سیاسي قوتونه او هغه کسان چې په واک کې د حضور تجربه لري، سټراټیژیک لید لوری نه لري. دوی د بهرنیو قدرتونو له روله خورا ډېر اغېزمن دي او په اغېزناک کورني اقدام باور نه لري. دا روحیه د هغه عمومي ناورین یوه برخه ده، چې له څلوېښتو کلونو جګړو او پروژو نه په میراث پاتې دی. د سیاسي مشرانو او مخورو عادت شوی چې د بهرنیو پرېکړو ته غوږونه څک ونیسي، په تمه پاتې شي چې د سیمه ییزو بدلونونو او بهرنیو پروژو له امله نوې څپې رامنځته شي او دوی وکړای شي، پر یوې څپې سپاره بېرته سیاسي صحنې ته راستانه شي اوسنی غیر فعال حالت د همدې ذهنیت محصول دی. هیله ده چې نوی نسل له تېرو ناکامو تجربو زده کړه وکړي او تلپاتو کورنیو حل لارو ته پاملرنه وکړي. اجرا کوونکی او پروژه يي سياست به د افغانستان د ستونزو حل لاره نه وي او اړتیا ده چې سياسي ګوندونه او سازمانونه د مالکيت په احساس او د پلان په لرلو سره لاس په کار شي. له دې پرته، که د طالبانو واکمني دوام ومومي او که د اجرایي او موکه غوښتونکو سیاستوالو په شاملېدو سره یو «ټولګډونه» حکومت جوړ هم شي، هېواد به له ناورینه ونه وژغورل شي او بې وزلي، بې روزګاري، تفرقه او وروسته پاتې والی به له موږه همداسې قرباني اخلي.