د ملایانو نېمګړې ملګرتیا؛ ښایي دوو ملتونو ته د انتخاب نوی فرصت شي
لیکوال: سپین ګل

په ایران او افغانستان کې د ملایانو د دوو واکمنو ډلو د ملګرتیا داستان په خرابیدو ښکاري! د ایراني ملایانو ډلې، چې مخکې یې هم له طالب ملایانو سره د اړیکو لوړې- ژورې تجربه کړي، د افغانستان د جمهوري نظام خلاف له طالبانو څخه په دې دلیل ملاتړ کاوه، چې له سیمې څخه د امریکا او لویدیز د پوځي او سیاسي حضور له ویستو سره به په راتلونکي کې یا له طالبانو سره ملګري وي او یا به طالب د داسې سیاسي چوکاټ په رامنځته کولو عمل وکړي، چې د ایران نفوذي ډلې به پکې خپل خاص ځای ولري.
طالب ملایانو؛ لکه چې ولیدل شول، د افغانستان د یوه لویه برخه سیاسي څېرو، سیمه ییزو هېوادونو او حتا نړیوالو قدرتونو په شان ایران هم تېر ویست، د جمهوري نظام خلاف جګړه کې یې ورڅخه وسلې، پیسې او په ایران کې پټنځایونه ترلاسه کړل، خو چې واک ته ورسیدل، اوس د ټولې نړۍ او ټولو افغانانو په شان، له ایران سره هم پر خپلو ښکاره او پټو وعدو وفا نه کوي.
د ایران او طالبانو استخباراتي تعاملات، د طالبانو د لومړني رژیم له وخته موجود وو. که څه هم د دوی اړیکې تېرځل ډېرې ترینګلې شوې، خو د ایران استخباراتو د هر استخباراتي سازمان په شان، له طالبانو سره اړیکې پرې نه کړې او په یوه مرحله کې د په کاریدونکي ځواک په توګه یې ورسره راشه- درشه ژوندۍ وساتله.
په ایران کې د ملایانو حاکمه ډله، چې اوس تر هر چا له افغانستانه د لویدیزو ځواکونو د وتو کریډيټ ډېر د ځان بولي او ادعا لري، چې تېر شل کاله یې د طالبانو د جګړې هر اړخیز ملاتړ کړی، د طالبانو د لومړي ځل سقوط پر مهال، له امریکا او لویدیز سره د هغوی په سقوط کې پوره لاس ورکړ.
هغه مهال ایران د خپلو اټومي ناندریو لپاره هم اړتیا لرله، چې په افغانستان کې د طالبانو خلاف د لویدیز د بلاک ملګری او متحد شي، چې همداسې یې وهم کړل.
وروسته، چې ایران په دغه بلاک کې خپل موجودیت ګټور ونه لید، د پردې شاته یې بیرته طالب ګوتې خوږې کړې او پوځي او اقتصادي مرستې ورته را چلانه کړلې.
د جمهوري نظام چارواکو په ځلونو- ځلونو خبر ورکړ، چې طالبانو سره یې ایراني ماینونه، وسلې او پیسې نیولي دي. همدا شان ډېر ځله د هېواد په لویدیز کې پر سلما، کمال خان او بخش آباد بندونو، د بریدونو او د تخنیکي کارکوونکو د وژلو ملامتي پر طالبانو او ایران واچول شوه، خو طالبانو یو ځل هم ونه ویل، چې د افغانستان د اوبو د مدیریت هڅې ننګوي او دا یې رد کړله، چې دوی په دې چاره کې ایران سره همکار دي!
اوس، چې طالب د سیمې او نړۍ د سیاسي بلاکونو له منځه د لویدیز بلاک ته ډېر غاړه کږه کړې، له امریکا څخه اونیزې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې- کله هم اونۍ کې ۸۰میلیونې کڅوړې- اخلي او د سیمې هېوادونه له افغانستانه د ورپېښو امنیتي ګواښونو تر شا د لویدیز د لاس لرلو او د طالبانو د نه ممانعت ادعا کوي، ایراني ملایانو له طالب ملایانو سره په دښمنۍ د بدلیدونکې ملګرتیا عواملو ته، د اوبو په سر د جنجال نوم ورکړی.
ایراني ملایان، چې مخکې د طالبانو د ملاتړ له امله د خپل ملت توند مخالفت سره مخ وو، له شرمه نه شي ویلای، چې د نورو هېوادونو په شان یې د طالب د ملګرتیا قمار بایللی. دوی د دې لپاره، چې د نویو مخالفتونو لپاره د ولسي نفرت پرځای، ولسي ملاتړ خپل کړي، د خپلو خلکو احساسات پاروي او وایي، چې طالبانو له افغانستانه ورتلونکي اوبه ور کمې کړي یا پوره اوبه نه ور پریږدي.
طالبان هم، چې له دوی څخه د ایران استخباراتي غوښتنې له شرمه نه شي افشا کولای، په همدې نوم د دغه جنجال په سرته رسولو کې خپل خیر ویني او تر یوه حده توانیدلي، چې تېر ویستي افغانان لا نور غلط او په دې نوم یې یو ډول ملاتړ لا خپل کړي.
د افغانستان او ایران د ملتونو هوښیار استازي پوهیږي، چې دواړه ملتونه، د ملایانو له دوو استبدادي ډلو کړیږي؛ دوی دا جنجالونه نه خوښوي او باور لري، چې د دیپلوماسۍ او منطق په دې پېړۍ کې، د اوبو په سر د واقعي جنجالونو په ګډون، ډېر پېچلي مسایل په خبرو او تفاهم حلیږي، نه چې د دوو هېوادونو ملایان یو بل ته په ستغه ژبه توهینونکي خبرې وکړي او ملتونه د اړیکو خرابولو ته وهڅوي.
د ایران د پارلمان د غړي په توند غبرګون پسې یوه- دوه ورځې وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر غیردیپلماتیکه وینا او ورځ وروسته، د ایران اسلامی جمهوریت جمهوررئیس ابراهیم رئیسي، پر افغانستان واکمنو طالبانو ته تند ګواښ، د څو ورځو په ترڅ کې سیاسي او دیپلماتیکه فضا دومره بدله کړه، چې شونې ده د ایران افغانستان پر پوله، وسلې له پوښو راووېستل شي او د دواړو لوریو د ملایي نظامونو ترمینځ نااټکله جګړه پیل شي، چې دې سره به له وېرېدلې او له افغانستانه وتلې امریکا نیولې، تر مسکو، ډهلي، ریاض پورې قدرتونه او هېوادونه، د افغانستان په کشاله کې بیا راښکېل شي. چین چې یوازې اقتصادي سرچینو پسې یې د نړۍ په اندامونو کې رګونه او ریښې ځغلوي، هم نشي بېطرفه او بېغرضه اوسېدلای.
افغانان او ایرانیان، تړلي ملتونه دي، چې ښایي د جنګ او لښکرکښیو په دې فضا کې- که چېرې پېښ شول- د یوه ازاد تنفس فرصت پیدا کړي! ایرانیانو خو دمخه د (ښځه، ژوند، آزادۍ) په مدني پاڅون کې، د خپلې مبارزې اندامونه ښه روزلي، خو افغانان بیا تېرو دوو کلونو کې، له ټولنیزو، مدني، عاطفي او فکري حقونو محرومتیا، د پاڼ او پړانګ ترمینځ ودرولي، خامخا به یو انتخاب کوي!
یادونه:
لیکنه کې راغلي نظرونه او لیدلوری لیکوال پورې اړه لري، ورځپاڼه یې پخلی نه کوي.
اداره