۸صبح، پروان: پروان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په تېرو دوو شپو ورځو کې په دغه ولایت کې درې د غلا پېښې شوې دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې لومړۍ پېښه یکشنبه غرمهمهال د مرغومي پر ۲۵مه شوې چې وسلهوالو ځانونه طالبان معرفي کړي او د چاریکار ښار په اوومه پارچه سیمه کې یوه کور کې د ننه شوي او د دغو کورنیو د غړو پیسې او سره زر یې غلا کړي دي.
په بله پېښه کې په پوځي جامو کې وسلهوالو غلو دوشنبه شپه د مرغومي پر ۲۶ د پروان ولایت په متک سیمه کې د پلټنې په یوه تمځای کې د ۱۰ موټرو د سپرلۍ توکي غلا کړي دي. د سرچینو په وینا غلو ځانونه طالبان معرفي کړي دي.
په درېیمه پېښه کې هم تېره شپه وسلهوال غله د پروان ولایت د مرکز چایکار ښار اړوند د ښوونکو په ښارګوټي کې یوه کور ته ننوتي او توکي یې ترې غلا کړي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه پروان کې جنایي پېښې زیاتې شوي دي.