په افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته، ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران ته د افغان کډوالو چوپې ورماتې شوې دي. د طالبانو په لاس د افغان دولت راپرېځېدل د دې لامل شول، چې زرګونه هغه پوځیان، د دولتي او نادولتي ادارو او ملي او نړیوالو بنسټونو کارکوونکي، چې له افغانستانه د وتلو قانوني شرایط ورته برابر نه وو، د امنیتي ګواښونو له وېرې ایران ته پناه یوسي. خو په دې وروستیو کې ایران د هغو کډوالو د اېستلو بهیر زیات کړی دی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د ایران د دولت پولیس هره ورځ زرګونه افغانان نیسي او له پولې یې را اړوي. خو را اېستل شوي کسان وايي، چې ایران ته له ستنېدو پرته بله چاره نه لري.
اسدالله له ایرانه یو را اړول شوی افغان کډوال دی. هغه د غور ولايت اوسېدونکى دى، چې درې مياشتې وړاندې يې ځان په قاچاقي توګه ایران ته رسولی و. اسدالله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « درې میاشتې وړاندې د اسلام کلا له پولې د شپږ میلیونه تومانو په ورکولو سره ایران ته ولاړم ، دوه میاشتې مې کار وکړ، خپل لګښتونه او د قاچاق پیسې مې پوره کړې او په درېیمه میاشت کې مې د خپلې لاسګټې پيسې لا نه وې اخیستي، چې ایراني پولیسو د کارخونې په منځ کې وینولم او له پولې یې راواړولم»
دغه را اړول شوی کډوال زیاتوي چې تش لاس کورته نشي ستنېدلای. هغه وايي، اړی دی چې بېرته په قاچاقي توګه ایران ته ولاړ شي څو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي. اسدالله څرګنده کړه:«اوس که کور ته لاړ شم، په ژمي کې په کور کې څه وکړم؟ زموږ په سیمه کې په ژمي کې ډېره واوره اوري او کاروبار پکې نشته. زه باید د کار لپاره بیا ایران ته لاړ شم.»
ایران ته د افغانانو د کډوالۍ یو لوی لامل په هیواد کې دننه د کاري فرصتونو نشتوالی دی. یو شمېر افغان کډوال چې تازه له ایرانه ر ا اېستل شوي په افغانستان کې له بې وزلۍ، تنګسې او د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي. هغوی وايي، چې د خپلو کورنیو د ګېډو د مړولو لپاره اړ دي، د کار په لټه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي. د هغوی په وینا، که په هېواد کې دننه ورته د کار لاره هواره شي، له هېواده نه وځي. د طالب چارواکو د شمېرو له مخې، په ورځ کې تر درې زرو ډېر افغانان د نیمروز او هرات ولایتونو له قاچاقي لارو ایران ته ځي.
خو اسدالله یوازینی افغان کډوال نه دی چې له ایرانه را اېستل شوی دی. په دې وروستیو کې د طالبانو په لاس کې د حکومت له راپرځېدو وروسته، د ایران حکومت یو شمېر پخواني پوځيان چې ایران ته په قاچاقي توګه تللي وو، ایستلي دي. د پخوانیو پوځیانو اېستلو د هغوی د کورنیو اندیښنه راپارولې ده.
فریدون( مستعار نوم) یو له هغو پخوانیو پوځیانو دی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې لومړی د ایران د دولتي ځواکونو له لوري ونیول شو او بیا افغانستان ته راستون کړای شو. فریدون د هرات اوسېدونکی او د تېر حکومت یو له مشهورو پوځيانو دی. د هغه یو خپلوان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:«کله چې فریدون له ایرانه را واېستل شو، ونه توانید چې بېرته ولاړ شي، مجبور شو چې کورته راشي، له راتلو یې څو ورځې تېرې شوې نه وې چې د طالبانو له خوا ونیول شو. موږ څو ځلي طالبانو ته ورغلو، خو په هرات کې د طالبانو دفتر ته د ننوتو اجازه رانه کړل شوه.»
د پخوانيو پوځیانو د کورنيو په وينا، کله چې کوم سرتېرى له ايرانه رااېستل کېږي، د طالبانو له لوري زنداني کیږي. د دوی په وینا، یو شمېر دغه سرتېري د طالبانو په زندانونو کې دي او د ځينو نورو په تړاو یې هېڅ معلومات نشته.
قمرالدین هغه ۲۴ کلن ځوان دی چې اوس اوس له ایرانه رااېستل شوی دی. د هرات د کرخ ولسوالۍ دغه اوسېدونکى د يوې اووه کسيزې کورنۍ د سرپرستۍ مسووليت پرغاړه لري. نوموړی شاوخوا یوه میاشت وړاندې د اسلام کلا له پولې د ایران خاورې ته په قاچاقي توګه ولاړ، خو ایراني پولیسو د خښتو په یوې بټۍ کې ونیوه او بېرتته یې هېواد ته راواړاوه. قمرالدين وايي، چې لا یې د قاچاق وړونکي پيسې او د سفر لګښتونه نه وو پوره کړي، چې بېرته راواړول شو.
دغه هراتي ځوان څرګنده کړه، چې له کرخ ولسوالۍ هرات ښار ته د کار په موخه تللى و او د سر ګذر په سيمه کې يې د مزدورکارۍ پیداکولو ته شپې ورځې تېرولې، خو کار نه و او اړ شو چې ایران ته ولاړ شي. هغه زیاتوي: «له دې مله چې تر اوسه مې د قاچاق وړونکې پیسې نه دي خلاصې کړي او کورنۍ مې تمه لري چې د ژمي لګښت او خواړه ورته برابر کړم، مجبور یم له قاچاقي لارې بېرته ایران ته ولاړ شم»
بې وزلي، د کار نشتوالی او له طالبانو وېره هغه لاملونه دي، چې په تېر یو نیم کال کې یې ایران ته د افغانان تګ زیات کړی دی. ډېری هغه کسان چې د ایران د حکومت له لوري بېرته را اړول شوي، وايي، که په هېواد کې دننه د کار زمینه ورته برابره او امنیت ټینګ شي، د ډیرو ستونزو او خطرونو په ګاللو سره به اړ نه وي چې ایران ته ولاړ شي.
په نيمروز ولايت کې سرچينې وايي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال یوازې په لړم مياشت کې ۲۸ زره او ۸۱۲ تنه افغان کډوال له ايرانه اېستل شوي دي. د هغوی په ډله کې ۱۵۰۰ کورنۍ دي چې شمېر یې ۴ زره او ۴۵۱ تنو ته رسېږي او دغه راز۲۴زره او ۳۶۱ تنه مجرد کسان دي. دغه کډوال له ایرانه په اجباري توګه اېستل شوي او د ورېښمو د پله له لارې نیمروز ولایت ته راستانه کړای شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرچینو په وینا، تر دې وړاندې له ایرانه هره میاشت شاوخوا ۱۵ زره بې اسنادو کډوال را اېستل کېدل.
د ورېښمو پل یوازینۍ لاره نه ده چې هره ورځ له ایرانه د افغان کډوالو د اجباري اېستلو شاهده وي. د اسلام کلا له لارې هم هره ورځ سلګونه افغان کډوال هېواد ته راړول کیږي.