په فارياب کې د ښځو د ځانوژنو زياتوالى په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ ښځو خپل ځانونه وژلي دي

۸صبح، فاریاب: د هېواد په شمال کې د فاریاب ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایی، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې یوې ښځې او یوې پېغلې نجلۍ ځانوژنې کړې دي.
ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې د دوشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۵مه) د فارياب ولايت د شيرين تګاب ولسوالۍ په کوه صياد کلي کې يوې ځوانې مېرمنې د موږکانو د وژلو دواء په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورسولو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوانه میرمن ١٩ کلنه وه او يو ماشوم ترې پاتې دى.
بلخوا د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې يوې ١٦ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړى او خپل ژوند يې پاى ته رسولى دى.
د دې نجلۍ نوم محبوبه وه.
د ښځو او نجونو د ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی.
په فاریاب کې په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.
درې ورځې وړاندې هم د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ د موږکانو د وژلو دواء په خوړولو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.