په ننګرهار کې د سیلاب د تلفاتو زیاتوالی؛ ۴ ماشومان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي

۸صبح، کابل: د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایی، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۴ ماشومان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر نن شنبه (د غوایي په ١٦مه) په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولايت په کامه ولسوالۍ کې بارانونو او سېلابونو د استوګنې ٣٠٠ کورونه ويجاړ کړي دي.
د خبر پاڼې د خبر له مخې سېلابونو په جلال اباد ښار کې تر ۵۰ ډېر د استوګنې کورونه او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.
بلخوا طالبان ادعا کوي، چې د تېرې شپې سېلابونو د ننګرهار په کامې، ګوشتې، کوزکنړ، دره نور، لعلپورې او یو شمېر نورو سیمو کې د کرنې او باغدارۍ محصولات زیانمن کړي دي.
ویل کېږي چې قربانیان سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو ماشوم لادرکه شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت د وزارت د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې د طبیعي پېښو لکه بارانونو او سېلابونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.