۸صبح، بادغیس: بادغیس کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د رواني ناروغانو د درملنې یوازینی مرکز د پوره امکاناتو او ملاتړ نشتوالي له امله د تړل کېدو په حال کې دی.
د دغو مسوولانو په وینا، د مخکیني حکومت له سقوط راهیسې په دغه ولایت کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شوی؛ خو د درملنې لپاره یې امکانات نشته.
بادغیس کې ځایي سرچینې زیاتوي، چې اوسمهال د روغتون په یوه برخه کې د رواني درملنې خدماتو څانګه شته، چې په دغه ولایت کې د رواني ناروغانو د شمېر زیاتېدو ته په پام بسنه نه کوي.
په همدې حال کې بادغیس کې د رواني ناروغیو ډاکتران وایي، چې که د رواني ناروغانو د درملنې مرکزونو او روغتونونو ته پاملرنه ونه شي، دا ناروغان به لا ډېر او ستونزې به یې سختې شي.