په بامیان کې د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په سيغان کې يو ځوان د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو

۸صبح، بامیان: په بامیانو کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې په دغه ولایت کې یو ۱۴ کلن ځوان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
دغه ځوان چې شمس الحق نومېده، د شنبې په شپه ۹ بجې (وري ۱۲) د باميانو ولايت د سيغان ولسوالۍ د باياني په کلي کې په ډزو سره ووژل شو.
د باميانو د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د طالبانو والي ملا عبدالله سرحدي د شمس الحق له کورنۍ سره د خواخوږۍ لپاره د باميانو کلي ته تللى او له کورنۍ سره يې ژمنه کړې چې د شمس الحق د قتل عاملین به وپېژني او سزا به ورکړي.
نږدي څلویښت ورځې وړاندې د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ د خشکداره کلي اوسېدونکي محمد اصف، محمد غني او عبدالکریم په نومونو د دوو وروڼو په ګډون د درېیو ځوانانو جسدونه له یوې اونۍ د بي درکه کېدو وروسته د دندان شکن کوتل په څنډه کې د بامیان ولایت د سیغان او کهمرد ولسوالیو ترمنځ پیدا شول.
په بامیانو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د دغو ځوانانو له کورنیو سره ژمنه کړې چې د دوی د وژنې عاملین به وپېژني او سزا به ورکړي؛ خو تر اوسه يې خپله ژمنه نه ده پوره کړې.