۸صبح، هرات: هرات کې سیمه ییزې سرچینې دغه ولایت کې په دوو ورځو کې د درېیو تنو د جسدونو له موندل کېدو خبر ورکوي.
هرات کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د تلې پر ۷ او ۸ د پنجشنبې او جمعې پر ورځو د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ په قدوساباد او تېرپل سیمو کې د درېیو تنو مړي موندل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دغو درېیو تنو مړي په بوجیو کې اچول شوی وو.
هرات کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.