د مخکینیو پوځیانو د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ جوزجان کې دوه ځوانان په ظالمانه ډول ووژل شول

۸صبح، جوزجان: سیمه‌ییزو سرچینو په جوزجان ولایت کې د مخکیني حکومت د دوو پوځیانو له ظالمانه او مرموزې وژنې خبر ورکړی دی.

ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د مخکیني حکومت د ځانګړو ځواکونو د یوه غړي ستار سیرت مړی د طالبانو له خوا له دوو اونیو نیول کېدو وروسته جمعه د سلواغې پر ۱۴ د جوزجان ولایت په اړوندو درو کې موندل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې سیرت په ناوړه توګه او بې‌رحمۍ سره وژل شوی دی.

په همدې حال کې جوزجان کې ځایي سرچینې وایي، چې د مخکیني حکومت د یوه پولیس عنایت‌الله سوځول شوی مړی د دغه ولایت په فیض‌اباد ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مخکینیو امنیتي ځواکونو مرموزې وژنې زیاتې شوې دي. تېره اونۍ هم په کندهار او بغلان ولایتونو کې څلور پوځیان په مرموز ډول ووژل شول.

ورته لیکنې

Back to top button