٨ صبح ننګرهار: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، ددغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند ګلډاګ سیمه کې په کونړ سیند کې د یوه کس جسد موندل شوی.
سرچینه وایي، ددغه کس هویت نا مالوم دی او تېره ورځ (کب ٢٢) ناوخته د ځایي خلکو له لوري له سیند څخه را ویستل شوی دی.
د سرچینې په خبره ددغه کس هویت نا مالوم دی او نه یې هم د وژنې انګېزه مالومه ده؛ خو په وینا یې جسد یې د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو ته سپارلی.
بل لور ته د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي له خلکو غوښتي، چې د یاد کس د کورنۍ په پیدا کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.
واک ته د طالبانو رسېدو وروسته ننګرهار کې د مرموزو وژنو شمېر زیات شوی او ډېر کله د مړو شویو کسانو جسدونه د کونړ په سیند، ننګرهار او نورو ناڅرګندو ځایونو کې موندل کېږي، چې خلک یې تر شاه د طالبانو د استخباراتو لاس بولي.