د ترافیکي پېښو زیاتوالی؛ غزني کې ۳ تنه مړه او پروان کې ۸ اته تنه ټپیان شول

۸صبح، پروان: پروان او غزني ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې په دغو ولایتونو کې په درېیو جلا پېښو کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان دي.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په لومړیو دوو پېښو کې دوشنبه ماسپښين د لړم پر ۱۶ د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه له یوه کرولا ډوله موټر سره د باروړونکي موټر د ټکر له امله وه.

په بله پېښه کې دوشنبه غرمه‌مهال د غزني ولایت په مرکز کې یو تن وژل شوی دی.

په همدې حال کې پروان ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې په سویلي سالنګ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي.

د دې پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

کوچني سړکونه او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي تل په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button