د بې وزلي او لوږې زیاتوالی؛ دوه میلیارده او ۱۹۳ میلیونه ډالره څه شول؟
لیکوال: امین کاوه

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان له ژور بشري ناورین سره مخ شوی دی. بې وزلي او لوږه زیاته شوې او ډېری کورنیو او بهرنیو پانګوالو هېواد پرېښی دی. د پانګې له بهر کېدلو سره، لسګونه زره هېوادوالو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دوامداره وچکالي او د قوانینو له منځه وړل، د ناورین د زیاتوالي لامل شوی دی. د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې انساني وضعیت تر ټولو لوی بشري ناورین بللی دی او څه باندې دوه میلیارده او ۱۹۳ میلیونه ډالر یې کابل ته رالېږلي دي. تازه مورد کې د خوړو د نړۍوال پروګرام مسوولینو ویلي دي چې د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي شپه مهال په لوږه خېټه بېده کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان پرمختیايي پروګرام هم ویلي چې بې وزلي د دې لامل شوې چې خلک خپل ماشومان وپلوري او سوال کولو ته اړ شي. سربېره پر دې، هېوادوال پوښتي هغه ۴۰ میلیونه ډالره چې په اوونۍ کې افغانستان ته رالېږل کېږي، چېرته په لګښت رسېږي. هغوی له دغو مرستو نه د طالبانو له ناوړه ګټه اخیستنې نه وېره لري. د ملګرو ملتونو سازمان بیا وايي چې دا پیسې طالبانو ته په مستقیم ډول نه ورکول کېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړۍوال پروګرام مسوول شائولي، د یکشنبې په ورځ د غوايي په ۲۴مه، په لندن کې له «سکای نیوز» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان نږدې نیم ښاروندان په تشه خېټه بیده کېږي. مېرمن لي په دې مرکه کې ویلي دي: «په ورځني ډول په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي کافي خواړه نه لري او په لوږه خېټه بېده کېږي دغه راز څلور میلیونه مېندې او ماشومان د سوءتغذیې له ګواښ سره مخ دي او د مړینې ګواښ یې شته. د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، د افغانستان اقتصادي بنسټ سقوط کړی دی. تېر درې کاله وچکالي وه او د خوړو د توکو قیمت هم لوړ شوی دی.»
د ملګرو ملتونو د سازمان دغې چارواکې وړاندې ویلي دي چې د وچکالۍ له امله د خوړو د توکو تولید کې کموالی راغلی او دغه راز د بې وزلي او د کارونو د نشتون له امله خلک د خوړو د توکو د پیرلو توان نه لري چې یادې چارې په افغانستان کې د لوږې په ناورین ناوړه اغېز کړی دی. د نوموړې په خبره، د طالبانو په بیاځلي راتګ سره، د دندو فرصتونه په شدید ډول کم شوي او دا چاره ددې لامل شوې چې د افغانستان نږدې ۲۰ میلیونه وګړي په تشه خېټه بېده شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د سوءتغذیې وضعیت اضطراري بللی دی. ددغه بنسټ په خبره، دا اټکل شته چې دا وضعیت نور هم پیچلی شي. د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي دي چې دا مهال تر پنځو کلونو ټیټ نږدې نیم ماشومان او ډیری امینداواره او شیدې ورکوونکې میندې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې د خوړو حیاتي ملاتړ ته شدیده اړتیا لري. دغه بنسټ دغه راز ویلي دي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۱.۴۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام دفتر یا UNDP د «۲۰۲۳ اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته کتنې» تر نامه لاندې په راپور کې ویلي دي: « د سیاسي رژیم بدلون یومخ لوی اقتصادي او ټولنیز ناورین» رامنځته کړی دی. ددغه بنسټ په خبره، افغانستان د نړۍ د دوو یا درېیو بې وزله هېوادونو په ډله کې دی چې خلک یې اړ کیږي ترڅو د خوړو ترلاسه کولو لپاره سوال وکړي یا هم خپل ماشومان وپلوري.
په دې راپور کې راغلي دي چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، لږ شمېر خلک له اوسني وضعیت سره د مقابلې توان لري خو ډیری یې له ناورین سره مخ شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي دي: «د خبرونو له سرټکو هاخوا، بې وزله افغانان اړ شوي ترڅو د خوړو د توکو په ګډون د خپلو لګښتونو کچه راکمه کړي، ډیری افغانان اړ دي چې له یوبل نه پیسې په پور واخلي او یا هم سوال کولو ته اړ شوي دغه راز ډیری افغانان د خپل ژوندانه د پاېښت لپاره له هر ډول شرایطو سره د تعادل په ساتلو ورځې او شپې سبا کوي. »
همداراز د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام د دفتر په راپور کې راغلي دي: «ځیني کسان، خپل کورونه، جایدادونه او نور د ارزښت وړ توکي یې پلورلي او یو شمېر نورو بیا د خپلې کورنۍ غړي پلورلي یا یې هم خپل ماشومان د شاقه کارونو ترسره کولو ته اړ کړي او خپلې نابالغې لورګانې یې په نکاح ورکړي دي.» دغه بنست د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعیت له کړاو نه ډک بللی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختيايي پروګرام د دفتر په خبره، که چېرې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر دندو محدویتونه د نړیوالو مرستو د کموالي او د وارداتي توکو د قیمتونو د زیاتوالي لامل شي، وضعیت به لا پسې ناورین شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام دفتر ټینګار کړی دی چې افغانستان له مالي ناورین سره مخ دی. ددغه بنسټ په خبره، د بهرنیو مرستو بندېدل چې د پخواني دولت ۷۰ سلنه بودیجه یې جوړوله، دا مهال ددې لامل شوي چې د هېواد ملي او عامه سرچینې هم په نشت کې حساب شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختيایي پروګرام دفتر افغانستان کې د بشردوستانه مرستو رول مهم بللی دی. دغه بنسټ وايي چې که له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د نړۍ بشردوستانه مرستو دوام موندلی نه وای، اقتصاد به «په ډېرې چټکۍ او ژورتیا» سره د سقوط په لوري تللی وای او د بشردوستانه شرایط به له دې پسې هم په بد وضعیت کې وای. دغه بنسټ ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرنو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ټولو کورنیو ته ۶۰ سلنه بشردوستانه مرستې او ۸۰ سلنه هغو کورنیو ته چې ښځې یې مسوولیت پر غاړه لري، په ښه ډول وېشل شوې دي. د ملګرو ملتونو د سازمان دغه بنسټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره د بشردوستانه مرستو ترلاسه کول، اړین دي. ددغه بنسټ په باور، په نړۍوالو مرستو کې هرډول کموالی به د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعیت له ناورین سره مخ کړي او بې وزلي به د څو لسیزو لپاره دوام وکړي.
سربېره پردې، هېوادوال بشردوستانه مرستو کې د طالبانو د فساد په اړه شکایت لري. د هغوی په خبره، ډیری دغه مرستې اړمنو ته نه رسیږي او د طالبانو پورې اړونده کسانو او ددې ډلې جګړه مارانو باندې وېشل کیږي. د دایکندي ولایت یو تن اوسېدونکی عباس توکلي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې بشري مرستې په هغو سیمو کې وېشل کېږي چې د نوموړي په خبره په طالبانو کې څوک وپېژني. د دایکندي دغه اوسېدونکی وايي: «اورو چې مرستې راغلي، خو تراوسه پورې له مونږ سره هېچا مرسته نده کړې؛ ځکه مونږ څوک نه پېژنو او یا د طالبانو پلویان نه یو. له همدې امله مونږ سره مرستې نه کېږي. په هغو سیمو کې چې مشران او اربابان د طالبانو له مشرانو سره راکړه ورکړه لري، هلته مرستې وېشل کېږي.»
۸صبح ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې موندلي دي چې بشردوستانه مرستو کې د طالبان درغلي او د غلا په پایله کې، په غور ولایت کې ۴۲ زره اړمنې کورنۍ له دغو مرستو څخه بې برخې شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مسوول مارتین ګریفیتس تېرمیلادي کال کې ددغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي و چې طالبان د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي (سیګار) هم نږدې یوه مېاشت وړاندې وویل چې د بشردوستانه مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو لاسوهنې، د مرسته کوونکو سازمانونو په مرستو کې یې کموالی راوستی دی.
په همدې حال کې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او سیاسي رهبران، کابل ته د نقدو پیسو د لېږدولو دوام، په اصل کې د طالبانو د حاکمیت له دوام سره مرسته کول بللي دي. د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د شورا غړي محمد یونس قانوني، ویلي دي چې یو شمېر هېوادونه طالبانو ته د نقدو پیسو په لېږلو سره، د افغانستان د ناورین په ډېرېدو کې مرسته کړې ده. تازه د هېواد د پخواني جمهور رییس مرستیال امرالله صالح هم کابل ته د نقدو پیسو په لېږلو نیوکه کړې ده. نوموړي ویلي چې د دوحې د تړون پربنسټ، د دوو ورځو په لړ کې د طالبانو د حاکمیت د ټینګښت لپاره او د بشري مرستو تر نامه لاندې کابل ته ۸۰ میلیونه دالره لېږدول شوي دي. نوموړي ټینګار کړی چې ددغو پیسو لېږل «نا روښانه» او «توطیه رامنځته کوونکې» دي او د هغو په وېش کې روڼتیا نشته.
په تېرو ۲۱ میاشتو کې افغانستان ته څو میلیارده ډالر راغلي دي؟
د راپورونو پربنسټ په تېرو نږدې دوو کلونو کې افغانستان ته څه باندې دوه میلیارده او ۱۹۳ میلیونه ډالر راغلي دي. د ملګرو ملتونو د سازمان د چارواکو د ویناوو پربنسټ، دغو پیسو د نرخ د ثبات او د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت په برخه کې مهم رول لوبولی دی، خو د طالبانو په واک کې ندي ورکړل شوي. د طالبانو تر کنترول لاندې د مرکزي بانک اعلامیې هم مني چې په تېرو نږدې ۲۱ میاشتو کې، د ۴۰ میلیون ډالري ۳۱ کڅورې او دغه راز د ۳۲ میلیون ډالري ۳۰ کڅورې کابل ته رارسېدلي دي. سره له دې چې کابل ته د نقدو پیسو د کڅوړو استول دوام لري، خو د ملګرو ملتونو سازمان بیا ویلي دي چې په نوي میلادي کال کې یې د بشردوستانه مرسته لپاره پنځه سلنه مالي مرستې ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش، وړاندې تر دې یې د افغانستان وضعیت په نړۍ کې تر ټولو د لوی بشري ناورین وضعیت په توګه بللی دی. نوموړي په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ناستې له جوړولو وروسته د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د افغانستان په اړه ویلي دي چې د افغانستان ۹۳ سلنه خلک بې وزله دي او نږدې ۲۸ میلیونه وګړي یې په روان کال کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان په ځلونو ویلي دي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه نور خلک له بشپړې قحطۍ سره مخ دي. ښاغلي ګوتریش د بشري مرستو له کمښت نه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د ملګرو ملتونو سازمان له افغانستان سره د مرستې لپاره د څه باندې شپږ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، خو له دې شمېر یې یوازې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالره د مرستې په توګه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي سرچینې د کابل په شمالي ولایتونو کې د بشري مرستو له بندېدو خبر ورکوي. سرچینې وايي چې مرسته کوونکو بنسټونو د پنجشیر، پروان او کاپیسا ولایتونو په یو شمېر سیمو کې له خلکو نه د مرستو د موادو د وېش کارتونه راټول کړي دي. دغو سرچینو اندېښنه څرګنده کړې چې د پنجشیر په شان په جګړه ځپلو سیمو کې د مرستو د بندېدو له امله به، خلک له انساني فاجعې سره مخ شي. د ملګرو ملتونو د سازمان د خوړو د نړۍوال پروګرام مسوولینو په افغانستان کې د مرستو کموالی تایید کړی خو ویلي یې دي چې ددغه هېواد له خلکو سره به بشردوستانه مرستې بندې نه شي.