د کاپیسا د کرنې او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت نجراب ولسوالۍ کې د جلغوزو او چهارمغزو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. کاپیسا کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د کرني ريیس مولوي روحالله روحاني ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د دغه ولایت نجراب ولسوالۍ کې د چهارمغزو او جلغوزو حاصلات له ۱۵ تر ۲۰ سلنې زیات شوي دي. د نوموړي په خبره، سږکال د تېر کال په پرتله د چهارمغزو حاصلات له ۴۰۰ ټنو څخه ۶۰۰ ټنو ته او د جلغوزو حاصلات بیا له ۸۰ ټنو ۱۲۰ ټنو ته زیات شوي دي. د هغه په خبره، تېر کال د واروې او پرلپسې بارانونو له کبله د دې میوو حاصلات کم وو.
د کاپیسا د کرنې رییس زیاته کړه: «جلغوزې او چهارمغز د کاپیسا له مهمو صادراتي اقلامو څخه دي او هر کال نورو ولایتونو او ان له هېواده بهر صادرېږي.» د نوموړي په خبره، تېرو کلونو کې جلغوزې پاکستان، چین او متحده عربي اماراتو ته او چهارمغز هند او ترکیې ته صادرېدل، خو سږکال په هېواد کې د سیاسي بدلونونو له کبله صادر شوي نه دي. د کاپیسا د کرنې ریاست وروستیو کلونو کې پر ۱۲۰ جریبه ځمکو د چهارمغزو د باغونو د جوړولو خبر هم ورکړی او ویلي دي، چې له دې سره به په ملي او نړیواله کچه د چهارمغزو بازار وده وکړي.
ورته مهال یو شمېر باغلرونکي خپلو محصولاتو ته د بازار له نه شتونه اندېښمن دي. هغوي د طالبانو له چارسمبالي حکومته غوښتنه وکړه، چې محصولاتو ته یې بازار او بهر ته د صادرېدو زمینه برابره کړي. کاپیسا کې یو باغلرونکی قنداغا ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، که څه هم سږکال د چهارمغزو او جلغوزو حاصلات زیات شوي، خو بیه یې ټيټه شوې ده.
ورته مهال یو شمېر سوداګر د هوايي دهلیزونو له بندېدو اندېښمن دي او وايي، دا د دې لامل شوی، چې د زراعتي محصولاتو بیه ټيټه شي. نجراب ولسوالۍ کې د چهارمغزو سوداګر فضلالرحمن ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د چهارمغزو د پېر او پلور بازار ښه نه دی او سوداګرو له مالي زیان سره مخ دي.
د کاپیسا د سیمهییزو چارواکو د شمېرو له مخې د دغه ولایت نجراب ولسوالۍ کې پر یو زر او ۸۰۰ هکتاره ځمکه د جلغوزو باغونه او یو زر او ۲۰۰ هکتاره ځمکه بیا د چهارمغزو باغونه دي. کاپیسا کې جلغوزې په پخوانۍ بڼې پروسس کېږي او سوداګر یې پېري. همداراز د کاپیسا چهارمغز او جلغوزې په ملي او نړیواله کچه ښه نوم لري.