[box type=”note” align=”aligncenter” class=”” width=””]جاپاني پوهنتونونه د انجینرۍ په برخه کې د جنسیتي برابرۍ لپاره چې په دودیز ډول نارینه برخه وه، ونډې ټاکي.[/box]
هاجیمه اوئنو، چیکا یاماموتو و فومیو ماسوتاني
اساهي شیمبون ورځپاڼه
ګڼ جاپاني پوهنتونونه د جنسیتي انډول د ښه کېدو په موخه د انجنیرۍ د څانګې د محصلانو لپاره ځانګړې ونډې په پام کې نیسي، دا برخه په دودیز ډول د نارینه وو په ولکه کې پاتې شوې ده.
د توکیو د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ، چې یوازې ۱۳ سلنه محصلان یې ښځې دي، په ۲۰۲۴ کې به د ونډو په پام کې نیولو پروګرام پېل کړي. د پوهنتون رییس کازویا ماسو په دې باور دی،چې جنسیتي برابري به ټولو ته ګټه ورسوي. هغه وايي: «په هغو ډلو کې چې تنوع نه وي او یو جنسیتي وي، انعطاف منل او خلاقیت ډېر لږ دی.»
دغه پوهنتون په تېر کې د زياتو ښځينه محصلانو د جذبولو لپاره هلې ځلې کړې دي، خو د انجنيرۍ د محصلانو په شمېر کې زياتوالى نه دى راغلى. د پوهنتون مسوولین هیله لري چې د ښځینه محصلینو لپاره د یوې ځانګړې ونډې په معرفي کولو سره به دا ستونزه هواره شي. په ۲۰۲۴ کال کې د ښځینه محصلانو ونډه ۵۸ تنه ټاکل شوې وه او په ۲۰۲۵ کال کې به دا شمېر ۱۴۳ ته لوړ شي او په پایله کې به د دغه پوهنتون د مسوولانو د اټکل له مخې، د نجونو د نوملیکنې کچه تر ۲۰ سلنې زیاته شي.
د جاپان د ښونې او روزنې وزارت د ۲۰۲۱ کال د سروې له مخې، د دغه هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د انجینرۍ اړوندو څانګو کې د شاملو ښځینه محصلانو شمېر شاوخوا ۶۰ زره و، چې دغه کال د دغه هېواد د انجینرۍ د ټولټال ۳۸۰ زره محصلانو څه کم ۱۶ سلنه یې جوړوله. دا شمېر په جاپان کې په یوې پوهنتوني څانګه کې د ښځو د ګډون تر ټولو ټیټه کچه ده.
جاپان د نورو پرمختلليو هېوادونو په پرتله په دې برخه کې وروسته پاتې دی. د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD) د راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د جاپان په پوهنتونونو کې یوازې ۷ سلنه ښځینه محصلانو د ساینس او انجینرۍ برخې غوره کړې، په داسې حال کې چې په دې برخو کې د دغه سازمان د ټولو غړو هېوادونو لپاره د ښځو منځنی مشارکت ۱۵ سلنه و.
د بازار او صنایعو، یعنې د دې حرکت د محرک ځواک غوښتنه د جنسیتي برابرۍ پر لور زیاته ده. ځکه چې ډېری تشبثاتو اوس دا درک کړې ده، چې تنوع د لوی نوښت لامل کېږي. په ۲۰۱۶ کال کې د جاپان پراختیایي بانک یوه څېړنه خپره کړه چې ښودل یې، د هغو ټیمونو له خوا د رامنځته شويو نوېستنو( اختراعګانو) او معنوي امتیازاتو اقتصادي ارزښت چې ښځو پکې برخه اخیستې وه، د بشپړو نارینه ټیمونو له خوا تر رامینځته شويو هغو ۱.۴ ځله ډېر و. د انجینرۍ ډيپارټمنټونو د وروستیو مطالعاتو موندنو ته غبرګون ښودلی او هڅه یې کړې چې ځان د بازار شرایطو سره سم کړي. د بېلګې په توګه، د ناګویا پوهنتون ویب پاڼه وايي: «متنوع بشري سرچینې چې انعطاف منونکي نظرونه او نوي لیدلوري رامنځته کوي، اړینې دي او موږ په داسې پړاو کې یو چې بدلون راوستونکي نوښت ته اړتیا ده.» سږ کال دغه پوهنتون د انجینرۍ په برخه کې ښځینه محصلانو ته ۹ ونډې ځانګړې شوې دي. د یاد شوي پوهنتون د انجینرۍ د څانګې مشر، سیچي میازاکي وايي: «موږ د هغو شرکتونو جدي غوښتنې ترلاسه کړې چې د ښځینه انجینرانو د ګمارلو په برخه کې لېوالتیا لري او د ښځو د لید لوري پر اهمیت باور لري.» هغه زیاتوي: «د ښځینه محصلانو لپاره د استخدام کچه نېږدې سل سلنه ده، خو د هغوی شمېر لږ دی.»
نوموړی وايي، د سیچي میازاکي پوهنتون د انجینرۍ په څانګه کې د نجونو لپاره د ونډې د پلي کولو په موخه د کانکور په ازموینه کې اصلاحات راوستل شوي او د محصلانو د داخلې په برخه کې د محصلانو پرعلمي وړتیا سربېره، د محصلانو جنسیتي انډول ته هم پاملرنه شوې ده.
د شیباورا ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د انجینرۍ د ښځینه محصلانو لپاره ورته کانکورازموینه اخلي او د نارا د ښځو پوهنتون په ۲۰۲۲ کال کې بشپړ وخت له ۴۵ محصلانو سره د انجینرۍ پوهنځی پیل کړ. په یوه سروې کې ډېرو نویو محصلانو ویلي، چې د دغه پوهنتون د غوره کولو اصلي لامل یې ښځینه توب دی او ویلي یې دي، چې هلته د هوساینې احساس کوي.
په ۲۰۲۴ کال کې به د اوچانومیزو پوهنتون، چې یوازې د ښځو لپاره دی، د انجینرۍ څانګه هم پرانیزي. د دغه پوهنتون يوې استازې د ښځو لپاره د ځانګړو څانګو د جوړولو د اړتيا په اړه وويل: «وضعیت تر ډېره چرګې او هګۍ ته ورته دی، ښځينه محصلانې [انجينرۍ کې] ځکه داخله نه اخلي، چې د نارينه محصلانو شمېر ډېر دى. نو موږ باید لومړی [د ځانګړو پوهنځیو] هګۍ جوړې کړو. ترڅو څرخ ته بدلون ورکړو.