پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ زياتېدل: اسلام اباد کې د کورونو کرايې لوړې شوې دي

۸صبح کابل: د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې هغه خلک چې په کرايي کورونو کې اوسېږي، د افغان کډوالو د ورتګ د زياتېدو له امله د کورونو د کرايو له لوړېدو شکایت کوي.

د دويچوله انګليسي څانګې چهارشنبه د نومبر پر ۹ د افغان کډوالو له قوله خبر ورکړی دی، چې دغه کډوال د لوېديځو هېوادونو د وېزو په اخيستو کې د ځنډ له امله په پاکستان کې د ژوندانه لګښتونه نه شي پوره کولای.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال قمرالاسلام چې ټاکل شوې ده، تر درېيو نورو اونيو پورې په خپل کور کې و اوسي ويلي دي، چې د لوړې کرايې د ورکړې وس نه لري.

يوه ښوونکي هم چې له خپلې مېرمنې او دريېو بچيانو سره ژوند کوي، له دويچه وله سره په مرکه کې ويلي دي: «اوس د کور څښتن د کور مياشتنۍ کرايه له شل زره روپيو زياته غواړي چې د پرلپسې اقتصادي ستونزو له امله يې نه شم ورکولای، زه په کمې کرايې سره د‌يوه بل کور په لټه کې يم.»

دغه ښوونکی چې له خپلې مېرمنې او دريېو بچيانو سره ژوند کوي، وايي چې په وروستيو مياشتو کې د افغانانو د زياتېدو له امله د کورونو کرايې لوړې شوې دي.

رسنيو په ځلونو په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناوړه اقتصادي وضعيت او ورسره د پاکستاني پوليسو د ناسم چلند له امله د هغوی د ستونزو د زياتېدو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button