په غزني کې د ناامنیو زیاتوالی طالبان د مجرمانو د نیولو توان نه لري

که څه هم طالبانو له څه باندې یو نیم کال راهیسې تل په ټول هېواد کې د امنیت د ټينګولو خبره کړې، خو په وروستیو میاشتو کې په شمالي ولایتونو کې له خپلو مخالفو ځواکونو سره د دې د دې ډلې د نښتو ترڅنګ، په ډیری ولایتونو کې د غلا، وژنې، انسان تښتونې او ورته نورو جنایي جرمونو پيښې زیاتې شوې دي. غزني یو له هغو ولایتونو دی، چې په وروستیو میاشتو کې جنایي پېښې پکې زیاتې شوې دي. د دغه ولایت اوسېدونکي طالبان د دوی د سراو مال د امنیت په ټينګښت کې ناتوانه ګڼي او له ځایي چارواکو غواړي چې د دغه ولایت پر امنیتي پوستونو مسلکي کسان وګماري.
د رپوټونو له مخې، وسله والو غلو په غزني ښار کې دوه ځوانان وژلي او د هغوی موټرونه يې له ځانه سره وړي دي. د دې ترڅنګ وسله وال کسان د شپې له خوا د غزني ښار په اړوند سیمو کې له ګرمو او سړو وسلو نه په ګټې اخیتسنې سره غلاوې او شوکمارۍ کوي. د غزني ښار اوسېدونکي په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو پر زياتېدو اندېښنه ښيي او طالبان د خلکو په امنيت کې په پاتې راتلو تورنوي.
په غزني کې ځايي سرچينې وايي، چې په تېرو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې د موټرونو غلاوې، لاروهنې او د وسله والو غلاوو پېښې ډېرې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې په تېرو دوو اونیو کې وسله والو د ښار دوه ټکسي موټر تښتولي او د دغو موټرو خاوندان یې له وهلو ټکولو وروسته خوشي کړي دي.
دغو وسله والو غلو دوه نور ځوانان هم په ورته او جلا پېښو کې وژلي دي. په غزني کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته د وسله والو غلاوو د یوه قرباني د کورنۍ د غړو له خولې ویلي چې : «امیدالله یو ۲۳ کلن ځوان و چې په غزني ښار کې د مرغومې پر شپږمه له خپل موټر سره نادرکه شو او کورنۍ يې پنځه ورځې لټاوه او عریضه یې وکړه، بالاخره له پنځو ورځو وروسته یې جسد د لاغریو له دښتې نه روغتون ته ولیږدول شو، چې په ډېر بې رحمانه ډول د چړو په ګوزارونو سره وژل شوی و.»
سرچینه زیاتوي، چې د قربانیانو کورنیو څو ځلي د طالبانو له امنیتي ادارو نه د دغې د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو غوښتنه کړې، خو طالبان په دې نه دي بریالي شوي، چې په دې قضیه کې ښکیل کسان پيدا کړي. په همدې حال کې د غزني د ولايتي روغتون يوې بلې سرچينې هم تاييد کړې، چې د وژل شوي کس پر بدن نښو نښانو د دې ښودنه کوله، چې هغه یې د جسد تر پيدا کېدو څو ورځې وړاندې وژل شوی و.
بل خوا، د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د خنجر کلا په سیمه کې هم د یوه ځوان جسد د هغه تر لادرکه کېدو یوه ورځ وروسته پیدا شوی دی. د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې، غلو لومړى هغه وژلی او بيا يې د هغه موټر له ځانه سره وړى دى. د هغه موټر «پاسو» و او دا پېښه د جدي پر ۱۵مه شوې ده.
د دې تر څنګ، انسان تښتوونکو يو ډاکټر له دوه مياشتني بند وروسته وژلی او مړی یې یوې څاه ته غورځولی دی. په غزني کې يوې باوري سرچينې تایید کړې ده، چې دغه ډاکټر نږدې دوه مياشتې وړاندې د تښتوونکو له خوا تښتول شوى و او تښتوونکو یې د خلاصون په بدل کې له کورنۍ نه د پيسو غوښتنه کړې وه. د هغه په وينا، سره له دې چې د دغه ډاکټر کورنۍ تښتوونکو ته ٣٠زره ډالر ورکړي، خو د هغه مړى د غزني ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د نوآباد په سيمه کې په یوې څاه کې موندل شوى دى.
شوکماري او د کورونو لوټل هغه نورې ننګونې دي چې د غزني اوسیدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د حيدراباد سيمې اوسېدونکی محمد عوض (مستعار نوم ) ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: « نږدې ماښام و، چې د حیدراباد په سیمه کې يو شمېر وسله والو زما د سترګو پر وړاندې د پاسو موټر چلوونکی په چاقو او ټوپک وواهه او وګواښه او موټرې یې ترې بوته.» سرچينې زياته کړه، چې دغه پېښه د مرغومې پر ١٣مه شوې ده.
اخوا، د غزني د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه شهادې سيمې اوسېدونکي په دې سيمه کې د وسله والو غلاوو له زياتېدو شکايت کوي. د دوی په خبره، ناپېژانده وسله وال د شپې له خوا د خلکو شخصي مالونه لوټي. مصطفی یو ۳۱ کلن سړی دی چې په غزني کې د خوراکي توکو پلورنځی لري. هغه یوځل خپل کور ته نږدې له غلو سره مخ شوی دی.
مصطفی وايي: «ما په بازار کې د مازدیګر لمونځ ادا کړ او کور ته روان شوم. د موټرو تمځای ته ورسېدم او قلعه شهادې ته راغلم، د ماښام اووه بجې شوې، کوڅې ته لږ دننه شوی وم، درېیو کسانو مې لاره ونیوله. یوه یې تمانچه لرله او بل یې چاقو راواېست. ویې ویل هرڅه چې لرې را ویې کاږه او غږ دې هم پورته نه کړې. مجبور شوم دوه موبايلونه او پنځلس زره افغانۍ چې په جيب کې مې وې، ورکړم. هغوی زما جیبونه وپلټل او د څو سوکه یې ووهلم. زما خوله او لاسونه یې راوتړل او ولاړل. په ډېرې سختۍ سره مې ځان کورته ورساوه.»
بل پلو، د غزني اوسېدونکي د طالبانو د ځواکونو تر منځ د لازمې همغږۍ نشتوالی، د امنیتي پوستو او ښاري کمربندونو نه فعاله کېدل، پر مهمو دولتي او امنیتي پوستونو د غیر مسلکي کسانو ګمارنه، بېکاري او د خلکو لپاره د عایداتي سرچینو نشتوالی په دغه ولايت کې د جنايي پېښو د زياتوالي اصلي لامل ګڼي.
د يادونې وړ ده، چې په غزني کې د جنايي پېښو د زياتوالي له امله د خلکو له اندېښنو سره سره، طالبانو په دې برخه کې کوم ځانګړی اقدام نه دى کړى او د دغو پېښو د عاملانو په پېژندلو او نيولو کې هم پاتې راغلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رسمي ویاندان تل په افغانستان کې د ټولیز امنیت د تامین خبره کوي او د جنایي پیښو کمېدل د خپل رژیم یوه لاسته راوړنه ګڼي.
یوازې غزني نه، بلکې د هېواد نور ولایتونه هم په وروستیو دوو- درېیو میاشتو کې د وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو د زیاتوالي شاهدان دي. طالبان د غور په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو په جامو کې په غلاوو لاس پورې کوي. د طالبانو د ډلې جنګیالي چې د ښارونو د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارل شوي، د امنیت په ټينګښت کې ناتوانه بریښي.