۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او د ښځو پر وړاندې د محدویتونو د لګولو په تړاو ناسته جوړوي. تمه ده دا ناسته سبا پنجشنبه د غويي پر ۲۲ جوړه شي.
دا ناسته چې د ناروې په وړاندیز جوړېږي، د بشري حقونو پر وضعیت، د نجونو او ښځو پر خوشې کېدو او د طالبانو له لوري پر مېرمنو د نويو بندیزونو په اړه پکې خبرې کېږي.
طالبانو څو ورځې وړاندې پر مېرمنو حجاب اجباري کړ.
د طالبانو دا پرېکړه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.