۸صبح، کابل: هند د خوړو له نړیوال پروګرام سره په یوه هوکړه کې نیت لري، چې له افغانستان سره د ۱۰ متریک ټنه غنمو مرسته وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، دغه هوکړه شنبه د چنګاښ پر ۱۸، د هند دولت او د خوړو نړیوال سازمان ترمنځ شوې ده.
ټاکل شوې، چې دغه مرستې په پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د خوړو له نړیوال پروګرام سره د هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته ویلي، چې له افغانانو سره د دغه هېواد پنځم دور مرسته ترسره کېږي.
دا مرستې په داسې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې کېږي، چې پرون هندي رسنیو پاکستان له افغانستان سره د مرسته شویو غنمو پر غلا تورن کړ.