د هند د بهرنیو چارو وزیر: نړۍ له افغانستانه ترهګریزو فعالیتونو ته اندېښمنه ده

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وایي، چې افغانستان کې فعال ترهګر او ترهګري همداراز د نړۍ لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سه‌شنبه د لړم پر ۱۷ مسکو کې په یوه خبري ناسته کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي.

هغه ویلي: «نړیواله ټولنه په موجه لاملونو سره هغو ترهګرو او ترهګرۍ ته اندېښمنه ده چې له افغانستانه د هېواد په بهر کې فعالیت کوي.»

هغه په دوام کې ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ګاونډي باید له یو بل سره همکاري وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې له افغانستانه هېڅ ترهګریز ګواښ نشته.

د هند د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې له انساني وضعیت څخه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د هېوادونو له خوا د پام وړ پاملرنه نه کېږي.

اخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د افغانستان په اړه «فارمټ مسکو» ناسته په راتلونکې اونۍ کې ترسره کېږي او د طالبانو په ګډون له نورو سیاستوالو سره به یې پایلې شریکې شي.

لاوروف ویلي: «البته موږ د افغانستان د حکومت له استازو هېڅ پټ راز نه لرو، موږ به د ناستې د پایلو په اړه طالبانو او د دغه هېواد نورو سیاسي ځواکونو ته خبر ورکړو.»

له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې د مسکو په ناسته کې به د طالبانو استازی حضور ونه لري.

ورته لیکنې

Back to top button