هندي چارواکی: طالبان د سویلي آسیا لپاره ګواښ دي

۸صبح، کابل: د هند دولت د تعاون وزیر، په دغه هېواد کې په یوه نړیواله ناسته کې ویلي د طالبانو په واکمنۍ سره د افغانستان وضعیت بدل شوی.
هغه «د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزې وزیرانو په درېیمه ناسته» کې چې جمعه د لړم په ۲۷مه په هند کې ترسره شوه وویل: «د القاعدې او داعش پراخ نفوذ د سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ رامنځته کړی دی.»
د نوموړي په وینا، د القاعدې ترڅنګ، په سویلي آسیا کې یو شمېر سازمانونه لښکر طیبه او جیش محمد د ترهګرۍ پراختیا ته دوام ورکوي او ټینګار یې وکړ: «موږ باید هېڅکله د ترهګرو امن پټنځایونو یا سرچینو ته بې پامي ونه کړو.»
ویل شوي چې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې او چین چې بلنه هم ورکړل شوې په دې ناسته کې یې استازی ګډون نه لري.
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، دا ناسته د څه د پاسه ۷۵ هېوادونو او سازمانونو له هغې جملې انټرپول پولیسو د ۴۵۰ استازو په ګډون ترسره شوې ده.