د هند نفوس له چینه ډیر شوی

هندي رسنیو د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق، راپور په حواله ویلي، چې ددغه هېواد نفوس، د چین له نفوسه زیات شوی دی.
هندي خبري اژانس، د ملګرو ملتونو د وروستي اټکل له مخې چې نن چهارشنبه (اپریل ۱۹) خپور شو، راپور ورکړی چې د روان کال تر نیمايي پورې به د درې میلیونو وګړو په زیاتوالي سره هند د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق، اټکلونه ښیي، چې د هند نفوس به د روان کال تر نیمایي پورې، ۱.۴ میلیارده ۲۸۶ میلیونه تنو ته ورسیږي، دا په داسې حال کې، چې د چین نفوس ۱.۴ میلیارده ۲۵۷ میلیونه تنه دی.
د روان کال د پيل خپرې شوې شمېرنې ښيي چې په تېرو شپږو لسيزو کې، د لومړي ځل لپاره د چين نفوس تېر کال کم شوی دی.
په هر حال، هند په تیرو دولسو کلونو کې، د خپل نفوس په اړه هیڅ رسمي احصایيه نه ده خپره کړې، دا په داسې حال کې، چې ټاکل شوی وه د دی هیواد سرشمیرنه، په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوې وای؛ خو د کووید – ۱۹ ناروغۍ له امله وځنډول شوه.
هندي منتقدین په دې باور دي چې حکومت په عمدي توګه د هیواد د نفوس سرشمیرنه ځنډوي، ترڅو له انتخاباتو مخکې د بیکارۍ په شمول جنجالي معلومات پټ وساتي.
د راپورونو له مخې، د هند نفوس له ۱۹۵۰ کال راهیسې تر یو میلیارد ډېر شوی دی.