۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې سنجي ورما په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
ورما چې د سې شنبې ورځ (د تلې میاشتې په ۴مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې، همداراز په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو، ترهګرۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې: «موږ باور لرو چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته رسیدل یوه بیړنۍ او ګډه اړتیا ده او زموږ ګډې قربانۍ ته اړتیا لري.»
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې همداراز ټینګار کړی چې دغه هېواد به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغان محصلینو لپاره به تحصیلي بورسونه ورکړي.
د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د امنیت شورا په غونډه کې د ترهګرو ډلو د حضور، د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
له دې ډلې په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیرې مرستیالې ناتالي بروډهرست ایسټوال په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي، پر خلکو د سیستماټیک فشار او د ښځو له حقونو څخه د محرومیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی او د داعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو په دغه هېواد ګې پناه اخیستې ده.