د یوې پېښې دلالتونه، اکمل امیر او په ملي کچه اندیښنې

د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي، خو د طالبانو پر وړاندې له داعش پرته د هر چا هرکلی کوي، په ځانګړې توګه د هغو ځواکونو چې له دې خاورې او اوبو سره یې ژمنې څرګندې وي، لکه د پخواني پوځ یو شمېر زړور قوماندانان. په وروستیو ورځو کې کله چې د طالبانو او د افغان پوځ د یوه پخواني قوماندان اکمل امیر تر منځ د جګړې خبرونه خپاره شول او وویل شول چې په دې جګړه کې یې څو تنو ملګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په کور دننه او بهر د ملي ویر په څېر فضا رامنځته شوه. دا غبرګون تر دې بریده پراخ و، چې د افغانستان په څېر په یوې کړکېچنه او بحراني ټولنه کې چې د قوم پالنې آفت یې بنسټونه نړولې دي، د بېلا بېلو قومونو او ژبو خلکو په ناڅاپي توګه د ملي پیوستون احساس پیدا کړ او اکمل امیر یې له قومي پولو د اخوا یوه اتل په توګه وستایه. د پښتون، هزاره، تاجک او نورو قومونو مشهورو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د خپل پروفایل د عکس پر ځای د دغه قوماندان عکس خپور کړ او شېبه په شېبه یې په ژورې اندېښنې سره د هغه د روغتیا په هیله خبرونه تعقیبول.
دې پېښې پر ډیرو خبرو دلالت کاوه او د افغانستان د حالاتو شنونکي يې د اوسني حالت له نورو اړخونو سره اشنا کړل. د دې پېښې لومړۍ نښه له اوسني رژیمه د خلکو پراخه کرکه وه او دا یې ښوده، چې له ۴۰ میلیونو ډالري کڅوړو او له طالبانو سره د سیمې د یو شمېر هېوادونو د یارانې د مزو له غځېدو او د ګڼو استخباراتي کړیو د خوښولو او خوشالولو لپاره د دې ډلې له هڅو او په هېواد کې له سختې نهیلۍ سره سره، بیا هم خلک د هغو کسانو په تمه دي، چې د دې ډلې پر وړاندې په ريښتیني ډول ګام پورته کړي. خلکو له هغو کسانو خپله هیله او تمه شکولې چې یوازې یې پرېښودل او د تېښتې په حالت کې هره ورځ یو بل ته ښکنځلې کوي، نه له هغو زړورو کسانو چې په کور دننه پاتې دي او د دغه راز ظالم دښمن پر وړاندې خلک یوازې نه پرېږدي. خلکو هغه کسان له ځانه شړلي چې د رهبرۍ ادعا یې کوله او نن په عیش او عشرت کې ژوند کوي او له طالبانو سره د مخامخ کېدو جرئت نه لري او ټولنیزې پاڼې پر هغوی له لعنت ویلو او ورته له ښکنځلو ډکې دي. خو هغه څوک چې بې له کومې دعوې میدان ته راځي او د جهالت، تیارو او ظلمونو د دغه ستر لښکر پر وړاندې خپل ټټر ډال کوي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو لپاره اتل دی.
دې پېښې وښوده چې د طالبانو واکمني ډېره کمزورې ده. ځکه چې د ټولنې په ټولو برخو کې د دې ډلې پر وړاندې د هر ډول رښتیني مقاومت د هرکلي کولو پیاوړی ظرفیت شته او له هغه وحشت سره سره چې دې ډلې د خلکو په منځ کې د چوپتیا او تسلیمۍ د دودېدو لپاره خپور کړی، د دې ډلې د ولکې د ماتېدو هر ډول څړیکه د خلکو لپاره د زیري او هیلې ښودنه کوي.
دې پېښې دا هم وښودله چې د افغانستان د خلکو په منځ کې له ټولورامنځته شوې اختلافونو په ځانګړې توګه هغو قومي تفرقو سره سره، چې له یوې خوا د طالبانو او له بلې خوا د ناکامو سیاستوالو او د یو شمېر نامسوولو او غوغا جوړوونکو قلموالو له لوري ورته لمن وهل کیږي، په دې ټولنه کې د دې هېواد د ټولو قومونو تر منځ د ملي پیوستون د ټینګښت لارې شته او د دې جغرافیې اوسېدونکي سره یو موټي کولای شي. که د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې او بهیرونه وکړای شي خپل اختلافات له منځه یوسي او د بشري حقونو او د هیواد د پرمختګ او ترقۍ پر بنسټ د یوه لرلید په لرلو سره د ازادۍ اوخپلواکۍ ستر وینادود( ګفتمان) پیل کړي نو د طالبانو د واکمنۍ د مخې ښې لپاره به معکوس شمېر پېل شي. د ولس له ارادې او رايې پرته هېڅ واکمني مشروعيت نه ترلاسه کوي او د پایښت چانس نه لري.