صنایع او ازادي

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل د نړۍوال نندارتون په پرانیستغونډه کې چې لا هم د جمهوریت د دورې په څېر د صنعت اوونۍ په نوم جوړېږي، ملا عبدالغني برادر د صنعتکارانو پر ملاتړ او د کورنیو تولیداتو د ودې پر اړتیا خبرې وکړې. هغه چې د معاصرې ادارې لپاره د طراحي شویو تشکیلاتو پر څوکۍ ناست دی، ادعا کوي چې حذف کوونکی، د ښځو ضد او د ازادۍ ضد امارت به چې په ښکاره توګه اقتصادي هوساینه فرعي مسأله تبلیغوي او د خلکو لومړی دنده له کوم قید او شرط پرته د «امير» اطاعت او له مرګ وروسته ژوند ته چمتووالی ګڼي، ډېر ژر د هېواد د صنعتکارانو د اړتيا وړ برېښنا په کور د ننه تولید کړي او د اقتصادي اړمنتیا د له منځه وړلو لپاره به کورنيو توليداتو ته وده ورکړي. خو تاریخ شاهد دی چې د صنعت وده او د اړتیا وړ خدمتونه یې له تحصیل، تخصص او ازادۍ پرته شوني نه دي. د تولیدي صنایعو او سوداګرۍ او کانونو تر منځ اصلي توپیر له بشري پراختیا او مدني ازادیو سره د هغو په اړیکه کې دی. د سرچینو په پلورلو او بهرنیو هېوادونو او شرکتونو ته د لارو او ټرانزیټ په سپارلو سره، کېدای شي عاید ترلاسه شي او ان د هېواد اقتصاد ته یو څه وده ورکړل شي، یا لږ تر لږه دومره عاید ترې بود شي چې د اردو او استبدادي رژیم د معاش لپاره بسنه وکړي؛ خو صنایع له تحصیل او مدني ازادیو پرته وده نه کوي. البته د صنايعو د ودې لپاره سياسي ازادۍ او ټاکنې الزامي نه دي او موږ د واحد ګوند او غير انتخابي حکومتونو بېلګې لرو چې تولیدي صنعت ته یې ډېره وده ورکړې. خو اقتصادي سوکالي او د صنعت وده په پای کې له سیاسي ازاديو سره هم غاړه غړۍ کېږي. اصلي خبره دا ده چې مدني ازادۍ، پر پوهې باور، تخصص ته ارزښت ورکول، څېړنه او پرمختیا د صنعتي ودې وار له مخه شرطونه دي. په هغو هېوادونو کې چې پرمختللې صنایع خو غیر منتخب دولت لري، د زده کړې ملاتړ کېږي، مدني ازادۍ، کار او څېړنه پکې تامین دي او په ټولنه او بازار کې د ښځو تحصیل او حضور هڅول کېږي.

په واقعیت کې، صنعت د کار، زده کړې او څېړنې د ازادۍ محصول دی. صنعتي انقلاب د خلکو له لاس او پښو د منځنيو پېړيو د زنځیرونو له خلاصېدو او د څېړنې او زده کړې له دودېدو وروسته رامنځته شو او تر هغې وروسته په ټوله نړۍ کې صنعتونو له مدني ازادیو او پر پوهې له باور سره یو ځای وده کړې ده. هر څومره چې ټولنه پرانیستې وي، په هماغه کچه بشري ځواک لا سیال او د زده کړې او څېړنې امکانات ډېر وي او صنعتونه لا وده کوي.

سعودي عربستان د تولیدي او خدماتي صنایعو د ودې لپاره د ازادۍ د اړتیا یوه څرګنده بېلګه ده. په هغه هېواد کې د تېلو پیسو د لسیزو سیاسي استبداد تمویل کړ او اوس چې د تېلو او ګازو دوره پای ته رسېدلې او پالیسي جوړوونکو د طبیعي زېرمو په پلور پورې له تړلي اقتصاده د وتلو اړتیا درک کړې، د تولیدي صنعتونو او د خدمتونو د ودې لپاره د خلکو له لاس او پښو زنځیرونه خلاصوي، په ټولنه او بازار کې د ښځو حضور هڅوي او د هغو خدمتونو د رامنځته کولو زمینه برابروي چې د پیاوړي بشري ځواک د روزنې او دغه راز د پانګې د جذبولو لپاره اړین دي.

خو طالبانو تازه دا ناندرۍ پېل کړې دي چې زده کړه مباح ده او که واجبه، له ښوونیز او تحصیلي نصابه د معاصر علم د نښو په جراحۍ کې له یو بل سره سیالي کوي او هر هغه څوک چې د ښوونځي او پوهنتون پر وړاندې کلک ودرېږي او پر دیني مدرسو یې د بدلولو لپاره شرعي دلیل راوړي، د امیر دربار ته نېږدې کېږي. دا ډول وروسته پاتې او د زده کړ او ازادۍ ضد ځواک څنګه کولای شي صنعت ته وده ورکړي او د تولیدي صنایعو د ودې لپاره پانګه، خدمات او ماهر بشري ځواک برابر کړي؟

ورته لیکنې

Back to top button