د افغانستان په تړاو د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غیر علني غونډه

۸صبح، کابل: روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې غیر علني غونډه کې د افغانستان پر مسئلې خبرې کړې دي.

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی دی چې دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ ، د وري په ۲۴مه، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډه کې شوې ده.

د دغې څلور اړخیزې غونډې له پیلېدو مخکې سرګي لاوروف، چین ګانګ، حسین امیر عبداللهیان او حنا رباني کهر د رسنیو په مخکې راڅرګند شوي او عکسونه یې اخستیي دي.

‌ د روسیې، چین، ایران او پاکستان د جګپوړو دیپلوماتانو د غیر علني ناستې په اړه نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په څلورمه غونډه کې چې طالبان هم پکې ګډون لري، د افغانستان د سیاسي، بشري، ټولنیز او اقتصادي وضعیت، د سیمې د اقتصادي پراختیا او د ټرانسپورټي او انرژۍ د پروژو پر پلي کېدو خبرې وشي.

ورته لیکنې

Back to top button