د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ: د طالبانو د مشر له خوا د واک انحصار به داخلي شخړې لاپسې زیاتې کړي

۸صبح، کابل: د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته، چې ګواکې د طالبانو مشر هڅه کوي په کندهار کې ځانته ځانګړی پوځ جوړ کړي، د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ، د دغې ډلې ترمنځ د خپلمنځي جګړو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه انسټیټیوټ د پنجشنبې په ورځ (وري ۱۰) د طالبانو د نه‌لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا، دداسې ځآنګړي نظامي تشکیل د رامنځ ته کولو او همدارنګه د دې ډلې د مالیې د سرپرست وزیر د ګوښه کیدو مسئله مطرح کړې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو د مشر له خوا د خپلو ځانګړو پوځي ځواکونو جوړولو هڅې ښايي په واک کې د هغه د انحصار په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي او د طالبانو د ډلو ترمنځ شخړې لازیاتې کړي.

له بلې خوا دغه انسټیټیوټ زیاتوي: «د طالبانو مشر د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ او دا کار ښايي د طالبانو د ملاتړ په دودیزه بنسټ کې نوې درزونه رامنځته کړي.»

دا انسټیټیوټ په ځینو هیوادونو کې د داعش، القاعدې، ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتیدونکي خوځښت په اړه اندیښنې په ډاګه کړي.

دې ادارې دا یادونه هم کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د نویو ډلو یو ځای کېدل، کولای شي د پاکستان په ګڼ میشته سیمو کې، ددې ډلې بریدونه ډیر وژونکي او ویجاړونکي کړي.

طالبانو تل خپل منځي اختلافات رد کړي او دا یې پروپاګند بللی دی.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو نه‌لیدل شوي مشر په دې لټه کې دی چې په کندهار کې مخامخ تر خپل څار لاندې یو ځانګړی څلوېښت‌زره کسیزپوځ جوړ کړي.

۸صبح، کابل: د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته، چې ګواکې د طالبانو مشر هڅه کوي په کندهار کې ځانته ځانګړی پوځ جوړ کړي، د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ، د دغې ډلې ترمنځ د خپلمنځي جګړو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه انسټیټیوټ د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۳۰) د طالبانو د نه‌لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا، دداسې ځآنګړي نظامي تشکیل د رامنځ ته کولو او همدارنګه د دې ډلې د مالیې د سرپرست وزیر د ګوښه کیدو مسئله مطرح کړې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو د مشر له خوا د خپلو ځانګړو پوځي ځواکونو جوړولو هڅې ښايي په واک کې د هغه د انحصار په اړه اندېښنې لاپسې زیاتې کړي او د طالبانو د ډلو ترمنځ شخړې لازیاتې کړي.

له بلې خوا دغه انسټیټیوټ زیاتوي: «د طالبانو مشر د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ او دا کار ښايي د طالبانو د ملاتړ په دودیزه بنسټ کې نوې درزونه رامنځته کړي.»

دا انسټیټیوټ په ځینو هیوادونو کې د داعش، القاعدې، ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو د مخ په زیاتیدونکي خوځښت په اړه اندیښنې په ډاګه کړي.

دې ادارې دا یادونه هم کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د نویو ډلو یو ځای کېدل، کولای شي د پاکستان په ګڼ میشته سیمو کې، ددې ډلې بریدونه ډیر وژونکي او ویجاړونکي کړي.

طالبانو تل خپل منځي اختلافات رد کړي او دا یې پروپاګند بللی دی.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو نه‌لیدل شوي مشر په دې لټه کې دی چې په کندهار کې مخامخ تر خپل څار لاندې یو ځانګړی څلوېښت‌زره کسیزپوځ جوړ کړي.

Back to top button