پنجشېر کې د طالبانو خپلمنځي شخړې؛ د دې ډلې د دفاع وزارت ځواکونو د عبدالحمید خراساني کور کلابند کړی

۸صبح، پنجشېر: د طالبانو د خپلمنځي شخړو په دوام کې د دغې ډلې د دفاع وزارت ځواکونو پنجشېر کې د عبدالحمید خراساني کور او مرکز کلابند کړي دي.
پنجشېر کې د طالبانو یو قوماندان عبدالحمید خراساني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د نوموړي کور او مرکز شنبه د مرغومي پر لسمه نېټه له غرمې راهیسې کلابند شوي دي.
خراساني د خپل کور د کلابندېدو لامل له حقاني شبکې سره د ده تړاو بولي.
نوموړی زیاتوي، چې دغه اقدام د طالبانو د دفاع وزارت له خوا پنجشېر کې د دې ډلې د لوا د قوماندان مولوي مسافر په مشرۍ شوی دی.
خراساني وایي، چې د هغه کسان په دفاعي حالت کې دي او د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونو ته به تسلیم نه شي.
د راپورونو له مخې عبدالحمید خراساني اوسمهال په سعودي عربستان کې دی.
له دې مخکې هم د خراساني د بې وسلې کېدو او کابل کې د هغه د کسانو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو.