د طالبانو داخلي تصفیه؛ ایا کومه مهمه پېښه پر لاره ده؟

داخلي تصفیه د سازمانونو او ترهګریزو مافیايي ډلو د ډینامیزم  یوه برخه ده. که واکمنان وي او که له واکمنانو سره په جګړه کې وي، په ډله کې له چاڼولو او وژلو لاس نه اخلي. ډېری تصفیې غلې او له دې پرته چې په رسنیو کې منعکسې شي، لکه د وینې دوران په حرکت کې دي. ځینې ​​یې د جوړجاړي په جرم، یو شمېر یې له مخالفینو سره د همکارۍ په تور او ځینې یې د امتیاز غوښتنې او د لا صلاحیت لرونکو او عاید لرونکو څوکیو ته د لېوالتیا له امله ایستل کېږي. ځینې ​​یې یوازې له دې امله چې په خورا صداقت او مهارت سره کار کوي او د خپل محبوبیت چتر پراخوي، له منځه وړل  کېږي. له همدې امله په غیر دموکراتیکو نظامونو او ډلو کې د نفوذ لرونکو کسانو ایستل غیر عادي او لزوماً په ډله کې دننه د بدلون له امله نه شي ګڼل کېدای، خو دا چې په دغو ايستنو کې اړین اسناد او د قناعت وړ بېلګې ولیدل شي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د وژنې ماشین نه دی بند شوی. ډېری وخت د له منځه وړلو چاړه د مخالفینو او غیر طالبانو پر غاړه راکاږل شوې، خو په ځینو موردونو کې یې خپل کسان هم تر تیغه تېر کړي دي. په هغه راپور کې چې نیویارک ټایمز د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې خپور کړی و، د طالبانو لخوا د وژل شویو او ورکو شویو شاوخوا ۵۰۰ سرتېرو او حکومتي چارواکو شهرت مستند شوی و. دغه راپور د خونړي واقعیت یوازې یوه څنډه منعکسوله. د وژنو  په هماغې  لومړۍ څپه کې د ترهګرو داخلي تصفیه هم خورا وحشتناکه وه. له ننګرهار او کونړه ټکان ورکوونکي راپورونه خپاره شول. د ننګرهار په ویالو او کوڅو کې پرې شويو سرونو او په کونړ کې له هغو مړو نه ډکو وژنځایونو چې د بدن غړي یې پرې شوې وو، د پلان شوې او بې رحمانه تصفیې ښودنه کوله. په همدې هله ګوله کې پر جوماتونو بریدونو هم زور واخیست. د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې په کندز کې پر یوه جومات ځانمرګی برید او په همدې میاشت کې په کندهار کې یوه بل برید زموږ په سلګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ۲۰۲۲ کال د جولای په پای کې د ایمن الظواهري وژل کېدو، د طالبانو د واکمنۍ له لومړۍ کلیزې څو ورځې مخکې د رحیم الله حقاني وژل کېدو او د پاکستاني طالبانو د یوه مشر عمر خالد خراساني وژل کېدو، له دغو پېښو څو ورځو وروسته د هر یوه د وژل کېدو په تړاو ګڼ شکونه او ګمانونه راوپارول. کله چې دغه وژنې د یوبل ترڅنګ اېښودل کېږي، ځینې ښايي دا انګېرنه وکړي چې د طالبانو د خپل منځي تاوتریخوالي دیګ جوش شوی او ښایي په بې ساري ډول په خوټېدو شي. مسأله دا ده چې دغه دیګ تل له شکنجو، وژنو او تصفیې خوټېږي. د روان کال په لومړیو کې بلخ د همدې ډلې د ځواکمن والي داوود مزمل د وژنې شاهد و او د څه مودې لپاره یې رسنۍ بوختې کړې. اوس په دې څو ورځو کې د ۲۰۲۲ کال د اوړي په څېر په بدخشان او کونړ کې د طالبانو او داعش څو مشهور کسان وژل شوي دي. په کونړ کې د داعش د خراسان څانګې د مشر ثناءالله غفاري د وژل کېدو او د طالبانو د مرستیال والي نثار احمد احمدي او د بغلان د پخواني امنیه قوماندان مولوي صفي الله د وژل کېدو خبرونه د طالبانو او داعشیانو د مقابلې او ممکن په شمال ختیځ کې د طالبانو د خپل منځي جګړې ښکارندویې کوي. خو ایا دا وژنې به څه  بدلون راولي او د طالبانو په منځ کې به ننګوونکی ډلنبدۍ رامنځته کړي؟ اوس هېڅ داسې ځواک نشته چې د طالبانو له خونړیو اختلافاتو سیاسي ګټه پورته کړي او د دغې ډلې د ځینو ډلو په ملاتړ میدان ته راووځي، له همدې امله، تصفیې او خپل منځي جګړې به د طالبانو لپاره بنسټیزې ننګونې رامنځته نه کړي.

افغانستان د افتونو په یوه داسې صندوق بدل شوی چې هر ډول ترهګرۍ بلاګانې پکې پټې دي، او یو بل ته نيښ ورکوي او په نیښ وهلو او وژلو سره خپل حضور څرګندوي. له طالبانو  هر ډول قومي او ګوندي هیله یوه تېروتنه ده، لکه څنګه چې د جمهوریت په دوره کې د ملا برادر او ملا هبت الله په تړاو د یوې تحصیل کړې او غیر طالب ښاري ډلې قومي توهم تېروتنه وه. له ترهګرو او مافيايي بهیرونو د غير تروريستي او غير مافيايي کار تمه کول غولېدنه ده. بدخشاني، کندهاري، خوستي او فاریابي طالبان د ډلو ټپلو او شخصي ګټو پر سر له یو بل سره جنګېږي، خو تر هغو چې د ترهګرۍ لپاره کورنی چاپېریال او بهرنی ملاتړ موجود وي، کومه ښه پېښه به ونه شي.

ورته لیکنې

Back to top button